بلګټس یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو مالدار ترین کس اعلان شو

کابل ټکی کام ۱۰ سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
د نړۍ د مالدار ترینو کسانو یوه تازه لست خپور شو چې یو ځل بیا د بلګټس نوم یې په سر کې راغلی.
بلګټس چې د مایکروسافټ اېجادوونکی دی، 87.4 میلیارده ډالره ثبت شوې سرمایه لري.
په نړۍ کې دویم مالدار ترین شخص د هسپانیې (امانشیو ارټېګا) یاد شوی دی، چې 66.8 میلیارده ډالره سرمایه لري، چې له بلګټس څخه یې سرمایه تقریباً ۲۰ میلیارده ډالره کمه ده.
د لسو مالدارترینو کسانو لست لاندې کتلی شئ!
بلګټس: 87.4 میلیارده ډالر سرمایه
امانشیو ارټېګا: 66.8 میلیارده ډالر سرمایه
وارن بوفې: 60.7 میلیارده ډالر سرمایه
جیف بېزوس: 56.6 میلیارده ډالر سرمایه
ډېوېډ کاچ: 47.4 میلیارده ډالر سرمایه
چارلس کاچ: 46.8 میلیارده ډالر سرمایه
لېري ایلیسن: 45.3 میلیارده ډالر سرمایه
مارک زوکربرګ: 42.8 میلیارده ډالر سرمایه
مایکل بلومبرګ: 42.1 میلیارده ډالر سرمایه
انګوار کمپراټ: 39.3 میلیارده ډالر سرمایه
دغه لست د (بزنس انسایډر) وېبسایټ له لوري چې د نړۍ مالدار ترین کسان مالوموي؛ خپور شوی دی.
د یادولو ده چې د نړۍ اویا فیصده قېمت در لودونکي زېرمې د مسلمانانو په ملکونو کې دي، خو په لست کې کله هم یو مسلمان نه دی ښودل شوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close