بندې مقررۍ او ازادې استعفاګانې

« سرليکنه »

د نوي کال ۱۳۹۵ل د مراسمو لپاره په کابل کې سخت امنيتي تدابېر نيول شوي وو او د کابل ښاريانو هم که په ښکاره يو بل ته د امنيت ډاډ ورکاوه او په دې ډاډ يې د نوي کال مراسم تر سره کول ؛ خو په زړونو کې يې د کومې ناڅاپي مرګونې پېښې وېره ناسته وه.

هغو کسانو ، چې په تېرو کالونو کې د جشنونو ، او کلونو د نوي والي په ورځو کې مرګونې پېښې ليدلې وې ؛ دا يې په زړونو خوړلې وه ، چې خامخا به کومه مرګونې پېښه رامنځته کېږي.

 په کابل کې ښاريانو د نوي کال مراسم په دولتي او نيمه دولتي شکل زړه نا زړه ولمانځل ؛ خو چې کومه مرګونې پېښه ونه شوه د ارام او ږده سايې واخيسته .

په رسنيو کې يې د نظامي چارواکو په دې ويناوو ، چې وسله وال مو وځپل او بيا د سر پورته کيدو توان نه لري، لږ څه باور يې پدې پيداشو ؛ خو تېره ورځ د غرمې پر مهال ، چې پر پارلمان څلور توغندي ولګيدل او د کابل ښار يې ولړزاوه،  د کابل ښاريانو په زړونو کې بيا هغه وېره خپره شوه ، چې د ۱۹۹۲م کال د اګست د مياشتې په لسمه ، چې د چارسياب څخه د کابل پر ښار په يوه ورځ ۶۰۰ توغندي ولګيدل او د کابل د ښار په کوڅو کې يې د وينوسيلاب وبهاوه.

د کابل د ښاريانو د تسلۍ لپاره تر هرې چاودنې وروسته نظامي مشران غونډې وکړې تر څو څه وخته پورې افغانانو ته ډاډ ورکړي ؛ خو بيا چې د ملي يوالي حکومت د امنيت ساتلو نه ناتوانه شي؛ فساد د پخوا په څېر ادامه لري ، بهرنۍ پاليسي ناسمه روانه وي او… نو د اړوند وزارت مشر   ولسمشر ته به ازادانه توګه خپله اسعفا وړاندې کړي ،چې څو بېلګې يې نورې هم شته :

 لکه، تېره ورځ چې ډاکتر دؤادشا استعفا وکړه،

 تر هغه وړاندې احمد يوسف نورستاني استعفا وکړه،

دا رنګه رحمت الله نبيل استعفا وکړه

 او نورالحق علومي هم په ازادانه توګه خپله استعفا

ولسمشر ته وړاندې کړې ، چې ټولو استعفا کونکو د استعفاګانو علتونه د هغوی په دندو کې مداخلې او لاسوهنې بللي دي.

يوازځې د احمد يوسف نورستاني استعفا په اړه دا نظر څرګند شوی ، چې ولسمشر اشرف غني ترې د استعفا کولو غوښتنه کړې ده ، ورته يې ويلي ، چې زما سپارښتې نه مخکې ښه داده ، چې استعفا وکړي.

 اوس استعفا کولو ته لاره خلاصه ده ؛ هر وزير او يا کوم بل چارواکي ، چې د کورني او بهرني فساد څخه تنګ شي ازادانه استعفا وکړي، خو د دفاع وزارت او کابل د ښاروالۍ لپاره د اشخاصو مقررۍ بندې دي .

د ملي يوالي په حکومت کې د ځينې دولتي چارواکو او اجتماعي امور د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد په بېلا بېلو وزارتونو او ولايتي پوستونو لپاره تر ۵۲۰۰۰ پورې څوکيو باندې مقررۍ بندې دي.

د دې ټولو بندو څوکيو ازادو استعفاګانو رازونه پټ دي ؛ خو په دې پټو رازونو اوس ټول ولس پوهه دی ، چې د ټاکنيز کميسون د سمون لپاره اشرف غني تقنيني فرمان صادر کړ؛ خو په دې کې هم د راز دی چې هر يوعبدالله او اشرف غني خپل  خپل ټيم غښتلی کوي او تر دې زياتې ستونزې به د ملي يوالي حکومت لپاره جوړې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close