بنګله دېش غوره لیګ لپاره اووه افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۷)

د بنګله دېش کرکټ غوره ليګ سياليو لپاره د دېرش شو نومول شويو لوبغاړو څخه يواځې اووه لوبغاړي اخيستل شوي دي.

د لوبغاړو د پيرلو مراسم تيره ورځ په بنګله دېش کې ترسره شول چې په پايله کې يې د دغه هېواد د بيلابيلو لوبډلو له لوري د افغانستان کرکټ لوبډلې اووه لوبغاړلي وپيرل شول.

په اخيستل شويو لوبغاړو کې نجيب ځدراڼ او شهزاد محمدي چټاګنګ لوبډلې پيرلی، ګلبدين نایب سهليټ سکسر، ظاهر خان کهلناټايټينز، حضرت الله ځاځی ډهاکه ډيناميټس، وقار سلام خېل کوميلا وکټورينز او قيس احمد رچشهي کينګنز لوبډلې اخیستي دي.

نبي عیس خيل، راشدخان او مجیب ځدراڼ ځکه دغه غوره لیګ لپاره نه و نومول شوي چې هغوی د اسټراليابګ باش سياليو کې له وړاندې اخيستل شوي دي.

د بنګله ديش غوره لیګ سيالۍ د راتلونکي ۲۰۱۹م کال د جنورې په پنځمه پيلېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close