بهرامي: ځواکونه مو د امکاناتو له کمبود سره مخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

په داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې سختې جګړې روانې دي او افغان ځواکونه ورځ تر بلې د سیمو او پوځي مرکزونو پریښودو ته اړ ایستل کیږي، تازه د ملي دفاع وزبر طارق شاه بهرامي نن د ولسي جرګې په غونډه کې د امکاناتو له کمبود څخه شکایت کړی دی.

نوموړي ویلي، “زموږ پر وړاندې توطئې او ګواښونه ډېر لوړ دي، او موجوده امنیتي‌او دفاعي امکانات مو کفایت نه کوي.“

بهرامي د غزني جاغوري او مالستان، د غور چهارصده او خاص روزګان ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ بللې او په خبره یې چې په همهاله توګه په فاریاب، روزګان، میدان وردګو، کندز، فراه، سرپل او بغلان ولایتونو کې درنې خونړۍ جګړې دوام لري.

بهرامي داسې مهال د امکاناتو له کمبود نه اندیښنه څرګندوي چې بهرني ځواکونه هم د افغان عسکرو سره څنګ په څنګ د وسلوالو پر ضد عملیات مخته وړي او پر دې سربیره، هوایي بریدونه هم په بیسارې توګه زیات شوي دي.
په عین حال کې د کورنیو چارو وزیر اویس برمک وایي چې په اروزګان او غزني کې پیل شوې جګړې قومي بڼه نه لري او طالبان غواړي د خپل تکتیک له مخې د حکومت تر واک لاندې ټولې امن سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او د حکومت نفوذ وننګوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close