بهرنيو چارو وزارت: طالبان د تاشکنډ غونډې ته نه دي بلل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۲) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د تاشکند په غونډه کې طالبان نه دي وربلل شوي او هغوی پکې ګډون نه شي کولی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني وايي، په دې غونډه کې يواځې د سيمې او نړۍ ديپلوماتان او له بېلابېلو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي ګډون کوي او د افغان سولې پر څرنګوالي او ميکانيزم به خبرې وکړي.

تر دې مخکې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي و چې په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو په اړه واضع خبرې وشي.

خو پرون يو ځل بيا د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل ښايي د تاشکند په غونډه کې طالبان ګډون ونه کړي.

شکيب مستغني وايي، ټاکل شوې ده چې دغه ناسته د روانې مارچ مياشتې په شپږويشتمه او اووه ويشتمه نېټه ترسره شي او پکې به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو سربيره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش، د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسووله فدريکا موګيرني، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ادارې مشر ياماماتو او د سيمې هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون د امريکا، انګلستان، المان، ايټاليا، فرانسې، ترکيې، سعودي، عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزیران هم برخه واخلي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل پروسې غونډه کې طالبانو ته ځينې وړانديزونه وشول خو طالبانو تر دې دمه د يادې غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلې.

په داسې حال کې د تاشکند غونډې ته چمتووالی نيول کېږي چې ټاکل شوې وه د روانې مياشتې په پنځلسمه په اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه غونډه وشي خو يو شمير سرچينو خبر ورکړی چې د ځينو لاملونو له کبله دغه غونډه ځنډېدلې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close