بهرني ځواکونه: نفوذي برید کې ۱ امریکايي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندانۍ ویلي چې نن شنبه د هېواد په شمال کې د یوه برید له امله یو امریکايي عسکر وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان په سویل کې د یوه نفوذي برید په پایله کې یو امریکايي عسکر ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور امریکايي عسکر ټپیان شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

بهرنیو ځواکونو د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو څو ساعته وروسته به یې د کورنۍ تر خبرېدو وروسته په اړه بشپړ معلومات خپاره شي.

که څه هم د بهرنیو ځواکونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د برید سیمه نه ده ښوول شوې، خو طالبانو نن ماښام ویلي چې دا برید نن شنبه (۷ جولای) مازدیګر ناوخته د یوه نفوذي افغان سرتېري له لوري د روزګان د مرکز ترینکوټ په هوايي ډګر کې ترسره شوی دی.

د طالبانو ویاند، قاري محمد یوسف احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د برید په پایله کې، ”د ابتدايي معلوماتو په اساس، ۴ امریکايي عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close