بهرني ځواکونه: نن افغانستان کې ’یو امریکایی عسکر‘ ووژل شو

کابل.کام – د تلې ۱۲مه، ۱۳۹۷:

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن، د اکتوبر په ۴مه (۱۲ میزان)، په افغانستان کې د دوی د ’غوڅ ملاتړ ماموریت‘ اړوند یو امریکایی عسکر وژل شوی دی.

بهرنیو ځواکونو د نوموړي د وژل کېدو د ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو نن سهار شاوخوا نهه بجې، د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ډوایر هوايي ډګر سره نږدې پر یوه امریکايي ټانک چاودنه شوې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د چاودنې له امله په ټانک کې ناست ټول عسکر وژل شوي دي.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د ’غوڅ ملاتړ ماموریت‘ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوي ټاکل شوي قومندان، جنرال سکاټ میلر، د دې امریکايي عسکر پر وژل کېدو خواشينې څرګنده کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې به د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه نور معلومات د هغه د کورنۍ تر خبرېدو وروسته خپاره کړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close