بهرنیان غواړي پارلماني ټاکنې تر نامعلومې نیټې وځنډوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

کابل نیوز ته یوې باوري سرچینې ویلي چې، اروپایي او امریکایي چارواکي پر دې سلا شوي، څو راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.
یادې سرچینې ویلي، اټکل کیږي چې پارلماني ټاکنې له خپلې نیټې (د میزان ۲۸) څخه دوه یا هم درۍ اونۍ وروسته ترسره شي.
د ټاکنو د ځنډ لامل دا ښوودل شوی چې بهرنیانو ویلي ، دوی د بایومټریک پر سیسټم څو میلیونه ډالره مصرف کړي او که دا سیسټم په افلاین بڼه ترسره کیږي او ټولو سیمو ته پر وخت ونه رسیږي، نتیجه نه ور کوي.
په ورته وخت کې بیا د ټاکنو کمیسیون ټینګار کړی چې ټاکنې به پر خپله نیټه ترسره شي.
طالبانو تل ویلي چې د افغان حکومت د ټاکنو واک او برخلیک ټاکنه د بهرنیانو په لاس کې ده او له ولس څخه یې غوښتي، چې په یادو ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
په کابل کې د امریکا سفیر هم اعتراف کړی چې د ټاکنو په کمیسیون کې شل تنه سلاکاران یې ګمارلي او هڅه کوي چې افغان چارواکو ته د مشورې ورکولو سربیره د دې بهیر سالمه څارنه هم وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close