بهرنیان له هېواده نه وځي، طالبان ”سوله“ نه کوي

سرلیکنه

له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د جګړو اور بل دی. په شلمه پېړۍ کې د افغانانو لپاره د کرارۍ نوم نه ؤ. شلمه پېړۍ په افغانستان کې د ناکراریو پېړۍ وه، د اندېښنو پېړۍ وه، د وینو بهېدو او شهادتونو پېړۍ وه.

 د پخواني شوروي اتحاد په لاسوهنه او لارښوونه، په افغانستان کې له (داوود) نیولې د کمونستي رژیم تر وروستي غلام (نجیب) پورې، یو له بله واک په مرګونو ترلاسه او ترې واخیستل شو، خو نه يې ځانونه په امن وساتل او نه يې ولس، بلکې هر یو روسي پلوه رژیم د خپل واک د څو ورځو پایښت ته د افغانانو د وینو په بهولو دوام ورکړ. خو له نېکه مرغه، هر کمونستي غلام د افغان ولس د ارادو پر خلاف ارمانونه له ځان سره خاورو ته یووړل .

په افغانستان کې چې اوس د وینې هر څاڅکی بهېږي، په لومړي قدم کې يې مسئولین د کمونستي رژیمونو کمونست واکمن، کمونستي کدرونه او کمونستي غلامان دي. خو د کمونستي رژیمونو تر نسکورېدو وروسته چې د ارګ پر سر تش په نامه جهادي مشرانو د افغانانو په وینو د زورازمايۍ ښکرې سره اړم کړې، تاریخ هغه زورازمایان څه له سترګو پناه او پاتې يې د ذلت په شرم د افغان ولس پر وړاندې سرکوزي ودرول.

په افغانستان کې اوس دا دوه جملې ډیرې کارول کېږي چې بهرنیان ولې له هېواده نه وځي او طالبان ولې سوله نه کوي؟

 لکه روسانو چې پر افغانستان د یرغل په نقشه کې د پلانونو بې شمېره کرښې ایستلې وې، امریکا تر روسانو د خپلو پلانونو ډیرې کرښې ایستلې دي. خو چې تراوسه یې د افغان ولس (طالبانو) د مقاومت له امله پوره عملي کړې نه دي، د عملي کېدا لپاره يې په یوه او بل نامه جګړې ته دوام ورکوي. همدا او ځینې نور لاملونه دي چې بهرنیان (امریکا) له هېواده نه وځي او طالبان تسلیمېږي نه.

لکه څرنګه چې د روسانو د یرغل پر مهال په افغانستان کې د اشغالګرو پر خلاف مقدس جهاد او مقاومت نړیوال شوی و، اوس يې هم د امریکايي یرغلګرو په مقابل کې  نړیواله بڼه غوره کړې ده. هغه مهال د روسانو په مقابل کې د اسلامي، او په ځانګړې توګه عربي هيوادونو، له شرقي بلاک سره په مخالفت او غربي بلاک سره د انډی انډول  کوونکو هېوادونو له افغان مجاهدینو سره  بېلابېلې مرستې کولې. هغه وخت روسانو ته د نړۍ  ځینې هېوادونه یو لاس وو، او اوس د افغان مجاهد ولس پر خلاف یو شمېر هېوادونه د امریکا په مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې یو لاس دي .

په هغه وخت د افغان مجاهد ولس کلک مقاومت و چې روسانو ته یې ماتې ورکړه، او اوس هم د افغان ولس قرباني او مقاومت دی چې په افغانستان کې یې له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو د تیښتې لاره ورکه کړې ده؛ هره میاشت په بروکسل کې له جګړې د تیښتې په مشورو غونډې کوي .

هغه وخت د روسانو پر خلاف د افغان مجاهدینو ترڅنګ یو شمېر د اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د عربو رضاکارانو، خپل سرونه قربان کړل. خو اوس د ناټو غړي هېوادونه له مجوریته په افغانستان کې جنګېږي او هر کال تابوتونه خپلو هېوادونو ته انتقالوي.

په افغانستان کې د روسانو د ماتې او کمونستي رژیمونو د نسکورېدا عوامل هر چا ته څرګند دي او هر افغان په خپلو سترګو لیدلي دي. هغه مهال دکمونستي رژیمونو خپلمنځي اختلافاتو د مجاهدینو له کامیابیو سره مرسته وکړه. اوس هم هغه حال دی. هغه مهال کمونست رژیمونه د کمونستانو مخالفتونو نسکور کړل، اوس هم د امریکا په لاس جوړ حکومت د شمالي ټلوالې د اختلافاتو او د طالبانو د کامیابو بریدونو له امله د نسکورېدا وروستۍ کرښې ته رسېدلی دی.

امریکایان افغانستان ته د شمالي ټلوالې په چوکاټ کې د جمعیت او جنبش ګوندونو رابللي دي، خو د همدې حکومت پر خلاف په ترکیه کې اېتلافونه، د لویو لارو پر سر چور چپاول، د کابل ښار له منځه د ډالرو لپاره سړي تښتونې، د سیمه ییزو زوراکو قوماندانو خپلسري، په کورني او دفاع وزارتونو کې یو پر بل بې باوري او له دندو ګوښه کېدل، د جمعیت او جنبش ګوندونو لخوا د حکومت پر خلاف ویناوې؛ دا ټول هغه څه دي چې امریکایانو ته له هېواده د نه وتلو او طالبانو ته یې د خبرو نه کولو ته زمینه برابره کړې ده.

څو ورځې دمخه، د ولسمشر پخواني ځانګړي مرستیال د جمعیت ګوند په مشرۍ احمد ضیا مسعود په کابل کې جوړې مطبوعاتي غونډه کې په ښکاره وویل چې د موجوده نظام پر خلاف د جمعیت او جنبش هغه پخواني غړي جنګېږي چې حکومت کې ورته مناسبه برخه نه ده ورکړل شوې.

په تېرو څو ورځو کې د جمعیت او جنبش ګوندونو او اشرف غني تر منځ مخالفت نور هم زیات شو چې، د مالوماتو له مخې، دواړه ګوندونه به له حکومت سره د اختلاف په پاللو طالبانو ته څه پوستې تسلیم او ولسوالۍ به سقوط وکړي، چې په بلخ او فاریاب کې بې له جګړې لس نظامي قرارګاوې د طالبانو لاس ته ورتلل يې جوت ثبوت دی.

په بلخ او فاریاب کې د جنبش او جمعیت د ۸۰۰۰ وسلوالو له پوستو پر شا کېدل بې څه نه دي.. د هغو اختلافاتو نتیجه ده چې د دواړو ګوندونو او حکوت تر منځ ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دي. که د امریکا له هېواده نه وتلو او طالبانو د سولې نه کولو ته يې زمینه برابره کړې ده، کره مالومات ښيي چې د حکومت نسکورېدا ته يې هم زمینه برابره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close