بهرنیان په افغانستان کې د سولې ساتوونکي؛ او که د نا امنۍ مخکښان …!!!؟

عبیدالرحمن “رحیمي ” لیکوال او  د حقوقو او سیاسی د علومو پوهنځۍ محصل

په افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدینو،تر یرغل را پدې خوا تر نن ورځې پورې افغانان د ښې ورځې درلودوونکي نه دي پاتې شوي، د داسې ورځې راتګ د هر افغان نر او ښځې، لوي او کوچني له پخوا آرمان وو. خو په تأسف سره نه دا چې دا ورځ راغله، بلکې اوسمهال هم د بې ثباتۍ او بد راتلوونکي سره مخ دي، او برخلیک یې د نامعلومې مودې لپاره نامعلوم دۍ.

اوس نړیوالو بالخصوص د افغانانو لپاره دا ثابته شوې، چې امریکا په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دۍ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر (سرګي لاروف) په خبره “امریکا او متحدین یې په منځني ختیځ او سیمه کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ اصلي لامل پیژندل شوي “

دوی په اسلامي هیوادونو او افغانستان کې تر یرغل وروسته هغه څه د ارمغان په ډول پریښودل، کوم چې بشریت ته د انسانیت په صفت تر سؤال لاندې راځي.

له 2001 کال راوروسته په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو ډېرښت، د بهرني پوځي حضور زیاتیدل، د قومي، سیاسي، دیني، فرهنګي او سیاسي جوړجاړیو وسعت، د خلکو او حکومت تر منځ د باور نه شتونوالی دا او دې ته ورته مسائل د دوي د راتګ زېږنده وه.

د یوې سرچینې په حواله له تېرو شپاړسو (16)  کلونو را په دېخوا تر دوه سوه زره ډېر افغانان وژ ل شوي.

همدارنګه د ایران او سعودي عربستان تر منځ چې کوم هر اړخیز مخالفتونه را ولاړ شوي، په هغه کې هم د امریکا لاسوهنه له ورایه بریښي، لیبیا، سوریه او عراق کې یې هم هغه څه وکړل، چې دوی یې هیله درلوده!

چې اوس یې د تجزیې خبرې په فکر کې ځغلي او راځغلي، په همدې هیوادونو کې پوځي مداخله، مذهبي اختلافات او د رنګارنګ ظلمونو نتیجه هم د داعش زېږنده وه، چې اوس د دوی لپاره لوی ګواښ دی،خو دوی ته لا تراوسه هم نه ده معلومه  شوې، چې کرل رېبل غواړي!!!

د (USAID) پرمختیایي پروژې له لارې دوی په اسلامي هېوادونو کې د دیني، مذهبي، قومي، فرهنګي، اختلافاتو ته د مسلمانانو په منځ کې د جوړجاړي لمن وهي،او غواړي له دې لارې په خلکو کې اسلامي مفکورې ته د پاي ټکی او پر ځاي یې په عامه اذهانو کې د خپلې غربي ډیموکراسۍ رېښو ته ترویج وبښي.

او په دې پروژه يې د میلیاردو ډالرو لګښت ته غاړه ایښې.

خو دا لوبه به هم د وخت په مرور وبایلي، ځکه اوس هر څوک په دې ښه پوهیږي چې، [پشۍ د خداي لپاره موږک نه نیسي]

د دوی په وینا که چېرې امریکا او متحدین یې له کوم هیواد څخه پښې لنډوي، نو دا به په دې معني وي چې هلته به بیا د امن او ثبات راتلل ګران کار وي.

لکه څرنګه چې په دې اړه د افغان تکمه (زلمی خلیلزاد) هم څرګنده کړې وه چې، که چیرې امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو په عقیده به یې افغانان له هر اړخیزو ناخوالو سره لاس او ګرېوان شي، انارشي به پرې حاکمه او د یوه مختل نظام شاهدان به اوسي

د خلیلزاد د دې عجیب منطق پر آساس؛ دا اوس چې له افغانستان تر سوډان پورې په هر هیواد کې چې د دوی سیاسي او پوځي واکمنې ده، څه حالات روان د؟.

که همدې ته امن، ثبات، سوکالي او پرمختګ وایي، نو له دې هر څه افغانان بېزار دي. زمونږ او د دوی دوستي الله (ج)  نه ده کړې. لکه څرنګه چې فرمایي (…..اِن الْکافِرینَ کانَ لَکُم عَدوٌ مُبینا)

پس د زلمي خلیلزاد د دې غیر منقول استدلال په باره کې له بل هر ډول ځواب څخه د الله (ج) وینا ورته کافي ګڼم…!!!

 لنډه دا چې د دوی دغه ناکامه او بدنامه لوبه چې نن یې روانه کړې؛ دا دې واوري چې د تېر په څېر به افشا کیږي، او نړیوالو ته به هم ځان په ښه او عملي ډول وښایي، چې دوي څه کول او څه وشول!

د دوي لپاره په همدې هیله….!!!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close