بهرنیو چارو وزارت: د مسکو غونډه د طالبانو د ګډون له امله وځنډول شوه

کابل.کام – د وږي ۶مه، ۱۳۹۷:

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د افغان حکومت د ”سولي له لیدلوري“ سره د ټکر له امله وځنډول شوه – بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت د ”سولي له لیدلوري“ سره د ټکر خبره په دې غونډه کې د طالبانو ګډون بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اداري معین، نصیر احمد اندېشه، ویلي چې د مسکو د غونډې فارمټ په ”بشپړ ډول بېل“ و، ځکه طالبانو په دې غونډه کې د یوه لوري په توګه ګډون کاوه. ”او دا هغه څه دي چې د اجماع له اصل سره په ټکر کې دي.“

د ښاغلي اندېشه په باور، افغان حکومت په دې ډول غونډو کې د ګډون او خبرو لپاره چې طالبان د یوه لوري په توګه ګډون پکې کوي ”اجماع“ ته اړتیا لري.

بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د سولې په تړاو جوړېدونکو غونډو کې د طالبانو ګډون ”غیرضروري“ بللی و.

حکومت او امریکا ټینګار کوي چې طالبان باید د سولې مذاکرات د امریکا پر ځای له کابل سره وکړي – هغه غوښتنه چې امریکا او افغان حکومت له زیات فشار سره سره په طالبانو ونه منلای شوه. طالبان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې واک له امریکا سره دی، ”او د امریکا له خوښي پرته حکومت څه نشي کولای، نو ځکه باید مذاکرات مخامخ له امریکا سره وشي.“

ټاکل شوې وه چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې په څلورمه نېټه، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو د نږدې ۱۲ هېوادونو او طالبانو غونډه جوړه شي.

 په دې غونډه کې امریکا او افغان حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. طالبانو هم ویلي و چې په غونډه کې د ګډون لپاره به یو پلاوی مسکو ته ولېږي. خو کله چې امریکا د ګډون بلنه رد کړه، افغان حکومت هم ورته ګام واخیست، او په غونډه کې د ګډون نه کولو لامل یې د غونډې جوړېدو په اړه له افغان حکومت سره د ”همغږۍ نه شتون“ وباله.

 ارګ تېره ورځ (د وږي ۵مه) اعلان کړه چې دا غونډه د ولسمشر اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر، سرګي لاوروف، تر منځ په ټلفوني اړیکه کې د دوی په غوښتنه ځنډول شوې ده.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي و چې د لا زیاتې امادګۍ او د غونډې د مؤثریت په خاطر به یاده ناسته وځنډول شي تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي.

تر دې دمه روښانه نه ده چې کابل او مسکو به څه وخت د ناستې پر نېټه او محتوا هوکړې ته سره رسېږي.

طالبان، چې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره د سولې په تړاو پر مخامخ خبرو ټینګار کوي، به تر دې وروسته د مسکو غونډې په اړه خپله پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close