بورکينا فاسو: د فرانسې پر سفارت وسله وال برید کې ۲۸ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۲) په بورکينا فاسو هېواد کې وسله والو برید ګرو د فرانسې پر سفارت او ورسره خوا کې پر يوه پوځي مرکز بريد کړی لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې، شپږو بريد کوونکو په يوه وخت د فرانسې پر سفارت او پوځي مرکز بريد وکړ چې د لومړنيو معلوماتو پربنسټ په برید کې شپږ پوځيان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

د بورکينا فاسو پلازمينه اوګادوګو کې د فرانسې د سفارت چارواکي وايي، اوس مهال وضعيت کنترول شوی او شپږ تنه بریدګر وژل شوي دي، سيمه د امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده.

حکومت په پېښه کې په رسمي ډول د ديارلس کسانو وژل کېدل تاييد کړي دي، خو يوې امنيتي سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې يواځې په پوځي مرکز کې اته ويشت کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان ايولودريان ويلي، په دغې بريدونو کې فرانسيويان نه دي وژل شوي دي.

تر اوسه د دغې برید مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

تېر کال د اګست په مياشت کې د بورکينا فاسو په پلازمينه اوګادوګو کې پر استنبول هوټل بريد کې اتلس کسان ووژل شول او له شلو زيات ټپيان شول.

دغه راز په ۲۰۱۶م کال کې هم په ياد هېواد کې په سپلنډيډ هوټل برید کې دېرش تنه وژل شوي و او نږدې دوه سوه نور ټپيان و.

په بورکينا فاسو هېواد کې اسلامي جهادي ډلې شتون لري او وخت ناوخت د ځينو بريدونو مسئوليت په غاړه اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close