بوسنیا کې یو کس په ۵۶ ژبو خبرې کولی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۸) عبدالهادي همت

نن سبا ډیری خلک له یوې نه په زیاتو ژبو خبري کولای شي؛ خو تر اوسه به مو داسې څوک نه وي لیدلی، چې په ۵۶ باندې پوره برلاسی وي.

د بوسنیا د هریګووینا ښار اوسېدونکی محمد میسز کولای شي د نړۍ په ۵۶ ژبو روانې خبرې وکړي او له دې سره سره په ۷۰ ژبو باندې ښه پوهیږي.

محمد میسز په وینا، چې له ماشومتوبه د نورو ژبو له یادولو سره مینه لري.

میسز له خپلې کورنۍ سره یو ځای په ۵ کلنۍ کې یونان ته ولاړ او هلته یې د ځایي اوسیدونکو د ژبې لغتونه او خبري کول یې زده کړل.

سویډنۍ ژبه یې له سویډني پوځیانو زده کړې او هنګریا ته په سفر کې یې هنګریایي ژبه هم زده کړه.

یو ځل له خپل یو ملګري سره لیټویا ته ولاړ او د هغه ځای ژبه یې د ۲ کتابونو او یوټیوب په مرسته په ۲ هفتو کې زده کړه.

ویل کیږي، چې نوموړی دا هرڅه په غیر شعوري توګه یادوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close