بولټن: که نړیوالې محکمې د امریکایي پوځیانو جنایات وڅیړل،له سخت غبرګون سره به مخ شي

یو شمیر لویدیځ قانون پوهان پر دې آند دي چې پر افغانستان د امریکا برید تیری بلل کیږي او دلته هر وسلوال مخالف چې د امریکایانو او د هغوی د افغان ملګرو له خوا ووژل شي جنایت او تیری دی، ځکه د دوی په وینا چې امریکا په زور د یوه هیواد خاوره لاندې کړې او افغانانو یې د مجبوریت له امله پر وړاندې قیام(پاڅون) کړی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)

د امریکایي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جرمونو نړیوالې محکمې ته ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې یې د میشتو امریکایي پوځیانو جنایات وڅیړل سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

بولټن ویلي، موږ د خپلو امریکایي اتباعو هر ډول دفاع ته ژمن یو او د دې اجازه نه ورکوو چې سرتیري مو څوک محاکمه کړي.
د بولټن ګواښ داسې مهال راځي چې یادې محکمې یوځل بیا ټینګار کړی چې غواړي په افغانستان کې د امریکا له خوا شوي جنایات وڅیړي او ککړ کسان محکمې ته کش کړي.

بولټن وایي، که یادې محکمې خپله دا ژمنه عملي کړه امریکا به ورباندې سخت بندیزونه ولګوي.

نوموړي ویلي “موږ به له دغې محکمې سره همکاري بنده کړو. مرسته به ورسره بنده کړو. موږ به له دغې محکمې سره یو ځای نشو. موږ به دا محکمه پرېږدو چې یوازې وپايي.”

د یادونې وړ ده چې امریکایانو د تیرو ۱۷ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې بې دریغه بشري جنایات سرته رسولي، پر ولسي خلکو ړندې بمبارۍ ، شپنۍ چاپې، پر بیګناه خلکو ډزې، د بندیانو شکنجه کول ، قتلونه او ګڼ نور موارد شته چې د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او امریکایانو سرته رسولي.

امریکایان او مظلوم افغانان

یو شمیر لویدیځ قانون پوهان پر دې آند دي چې پر افغانستان د امریکا برید تیری بلل کیږي او دلته هر وسلوال مخالف چې د امریکایانو او د هغوی د افغان ملګرو له خوا ووژل شي جنایت او تیری دی، ځکه د دوی په وینا چې امریکا په زور د یوه هیواد خاوره لاندې کړې او افغانانو یې د مجبوریت له امله پر وړاندې قیام(پاڅون) کړی دی.
د چارو شنونکی احمد سعیدي وایي، امریکا له طالبانو سره ځکه له مخامخ مذاکراتو تیښته کوي او افغان حکومت ور وړاندې کوي، چې ویره لري نړیواله محکمه به یې د طالبانو پر وړاندې جګړه پر یوه مستقل  هیواد  یرغل وبولي، چې بیا د نړیوالو قوانینو ترمخه امریکا مجبوره ده چې د ۱۷ کلنې جګړې ځاني او مالي زیان چې افغانانو ته اوښتی ستره بیه پرې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close