بي بي سي مو له نړۍ سره وصلوي!!!

لیکنه: حامد

له کومې ورځې چې د رسنیو بازار تود شوی له هغې ورځي تر ننه یې داسې موضوعات وړاندې کړي چي اکثریت یې د انسانانو ترمنځ د اختلاف سبب شوي، تل داهڅه شوې چي غیرضروري او د فحش او فساد موضوعات خپاره کړي، ځوانه طبقه یې داسې بوخته ساتلې، چي د ژوندانه له اصلي مقاصدو یې غافله کړې، هرځوان د رسنۍ هر خبرته د زړه په تل کي ځای ورکړی اوځانته یې معبود ګرځولې! که یې څوک د خبرې مخالفت وکړي دومره به جدي شي لکه د قرآن د یوه آیت تکذیب چې یې کړی وي او سمدستي به د تنګ نظري او له حقائقو د سترګې پټونکي خطاب وکړي!

د رسنیو په لړ کي اکثریت داسې دي، چې له سترو سترو حقائقو سترګي پټوي، له سترو سترو پېښو به نظر واړوي او یوې وړې پېښي ته به دومره هوا ورکړي چي د کتونکو په زړونو کي به نقش جوړ کړي، د هر مجلس او غونډي د بحث موضوع به ترې جوړه کړي، ځوان، سپین ږیری، ماشوم او ښځه به د هغې موضوع باربار تذکیر کوي او د ژوند خوږې لمحې به د بې فائدې او خوشې موضوعاتو په بحث تیرې کړي.

رسنیو تل د مظلومانو غږونه ډپ ساتلي، نه یې پرېږدي ترڅو یې غږ تر نړیوالو ورسیږي، یوې خواته د ملالې موضوع دومره په زور او ښور سره د هر کانال د سرټکی!!!

خو بل خوا ته یې د برما د مظلومو او بې وسو مسلمانانو پر عام وژنه یوه ورځ هم راپور تیار نکړ!!!

یوه ورځ یې هم د برما د حکومت له ظلم او وحشت پرده پورته نه کړه!!! یوه ورځ یې دا ونه ویل چي پر سوریې وحشیانه بمبار د مظلومو سوریانو ژوند اخلي او باید په کلکه ئې مخه ونیول شي!!!

هیڅکله ئې هم ونه ویل چي په افغانستان کي د امریکایي الوتکو ړندو بمباریو د بې ګناه افغانانو کورونه په لوټو بدل کړل!!! ماشومان، سپین ږیري، ښځي او ځوانان ئې ترتېغ تېرکړل!!!

هیڅکله ئې ونه ویل چي د بشر د حقوقو مدافعین دې محاسبه شي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کي یې تش په نوم د انسانیت او همدردۍ آوازې خپرې کړي!!!

هیڅکله یې د ظالم د ظلم پر خلاف ولسونه نه دي پاڅولي!!!

هیڅکله یې د واقعي امن پیغام نه دی خپور کړی!!!

رسنیو تل همداسې کړي، ولسونه یې ویده ساتلي، له حقیقتونو یې ناخبره او بې پروا کړي، دومره یې په غلط فهمۍ کې اچولي چې حتی خپل عقاید یې ورته سپک کړي!!!.

د رسنیو په لړ کې بي بي سي پښتو راډیو ډېره د پام وړ ده، چي خصوصا افغان ولس پرې زیات اعتماد کوي، داسي ړوند اعتماد چي تور یې سپین او سپین یې تور ورته معرفي کړي؛ خو هیڅ نه دي پوه شوي چې سپین ته تور او تور ته سپین څنګه ویل کېدای شي؟!

بي بي سي راډیو که څه هم ډېر تعارف ته اړه نه ده؛ خو لنډې پېژندګلوۍ ته یې ستاسو پام را اړوو:

د بي بي سي پښتو راډیو د بنیاد خښته په ۱۹۸۱م کال د آګست په میاشت کې په انګلستان کې کېښودل شوه او لمړنی مشر یې نبي مصداق وټاکل شو.

نبي مصداق په قوم ځاځی او د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی د لوړو زدکړو لپاره لندن ته ولاړ چې په اقتصاد کي یې د دکتورا سند ترلاسه کړ. نوموړي څو مختلف کتابونه لیکلي او د پښتو انګلیسي د لغت یو قاموس یې هم بشپړ کړی، نبي مصداق د پښتو ټوکوټکالو یو کتاب هم په انګلیسي ژبه ژباړلی.

نوربیا…

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close