بي بي سي مو له نړۍ سره وصلوی!!!

لیکنه حامد

وروستۍ برخه

د بي بي سي کارکوونکي د شرم او حیا په نامه هیڅ نه پېژني، نه ضمیر لري او نه په خپل قاموس کي د غیرت الفاظ، نه د خویندو لپاره د حیا ټیکری او نه د مېندو لپاره د عزت جامې، کارکوونکي ئې اوس له شرم او حیا دومره منزه دي چي غواړي د شرم په نامه چي زموږ په ټولنه کي څه وجود لري له جرړو وباسي.

همدا اوس چي د بي بي سي د شرم په نامه کومه موضوع تر عنوان لاندي ده دا عموما د هغه شرم په مقابل کي ده چي اسلام ورته د شرم نوم ورکړی.

ددې موضوع له لاري بي بي سي غواړي چي زموږ ټولني خصوصا مېرمنو ته دا ثابته کړي چي د شرم په نامه کوم څه وجود نلري او دا هسي د بېسواده او وروسته پاتي ټولني وضع شوی لغت دی.

کومو امورو ته چي اسلام د شرم نوم ورکړی الحمدلله تر ډېره حده زموږ په ټولنه کي هغه شرم او حیا وجود لري، د مثال په توګه: زموږ مېرمني له نامحرمو سره خبري شرم ګڼي چي عموما اسلام هم دا کار حرام ګڼلی، بې پردې له کوره وتل شرم ګڼي، پر ټولنيزو شبکو د دوی د تصویرونو راتلل شرم ګڼي او داسي نور…

بي بي سي ددې موضوع له لاری هڅه کوي چي پورتني د شرم او حیا کارونو ته شرم نه بلکه د ناپوهۍ نوم ورکړي او دا په ډاګه کړي چي دا شرم نه بلکه له ناپوهۍ را خوټېدلی یو لغت دی!!!

تاسو د بي بي سي پښتو وېب پاڼه کتلای شئ چی د شرم په نامه ئې څو تخیلاتي کیسې وړاندي کړي او دا ئې په ډاګه کړې چي که هره مېرمن د شرم څیري نه کړي حالت به ئې نوموړو مېرمنو ته ورته وي او ټول ژوند به د ډيپرېشن یا ګروم په مرض اخته وي د مثال په توګه بي بي سي یو تخیلاتي کیسه په خپل سایټ کی خپره کړې چي عنوان ئې پدې توګه دی ” د شرم لړۍ پدې ګڼه کي یوې اردنۍ ښوونکې خپله کیسه کړې چي څنګه له واده وروسته ئې مېړه په ټول کور کي پټي کمرې اېښي وې او وروسته ئې دا پرې ګواښله!!!”

دا دومره له عقل او منطقه لیري تخیلاتي کیسه ده چي هیڅ په عقل سمبال کس ئې نشي منلی ځکه لمړی خو مېړه دا کار نکوي او که دا کار شوی هم وي او دا ښوونکې د خپل عزت غم اخیستې وي نو دې به کیسه بي بي سي ته نه وړاندي کولای،  ځکه اوس خو تاسو ته دا تر ډېره حده څرګنده شوه چي بي بي سي هغه د افغانستان د پخوانیو ډمانو په څېر ده چی یو ځای یو څوک افواه خپره کړي چی خر له آسمانه راولوېد دوی ئې سمدستي تر کلیو او ښارونو ورسوي همداسي بي بي سي ده چي هر د فساد خبري ته په ډېر قوت تبلیغات کوي او همدا عموان د ټولو ساده لوحو ولسونوتر غوږو ورسوي چي بي بي سی مو له نړۍ سره وصلوي!!!.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close