بي بي سي څه غواړي؟؟

فاتح کاروان

په رسنیز ډګر کې د یهودیانو زیاتې پانګې اچونې د بي بي سي په نوم داسې یوه مضره شبکه وزیږوله چې له دوهم نړیوال جنګ نه راوروسته یې بیخي سترو سترو فجایعو او بدبختیو ته لاره هواره کړیده، د اسلام پر ضد د شیطاني یهودي او نصراني فرهنګي ډګر دغه مخکښه رسنۍ په دومره دقت او مکر د اسلام پرضد پروپاګند کوي چې زیاتره ساده او کم علمه مسلمانان یې خپله د خپل دین په دښمنۍ کې ودرولي خو بیچاره ګان لا په ځان خبر هم نه دي!!

د افغانستان خاورې ته د صلیبي اشغالګرو د راتګ سره سم بي بي سي پښتو او فارسي څانګو هم خپله ټوله توجه دې لوري ته راګرځولې چې څه ډول وکولای شي افغانستان کې د بې شرمۍ کلتور ته وده ورکړي، ښځې د حیا او غیرت له جوهرونو خلاصې او د اروپا په څېر یې د نارینه و د لوبو آلې کړي، د تعلیمي خپرونو خو یې دا حال دی چې نوی کور نوی ژوند یې هم سیاسي شو چې اوس یې څوک نه اوري، نو په ویب سایټ او ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او ټويټر کې یې داسې د بې دینۍ او بې شرمۍ د عامه ولو پروګرامونه پیل کړي چې که پر وخت یې غم و نه خوړل شي نو ډیرې بدبختۍ به وزیږوي؛ د کندوز د اشرف المدارس په خلاف د بي بي سي له کرکې او تعصب نه ډک پروګرام د هغه پروګرامونو پیل و چې په ډاګه په کې اسلامي مقدساتو ته توهین کیږي، او دې ته به هم ستاسو به پام وي بي بي سي ډیری وختونه داسې نشرات کوي چې هدف یې یواځې د لر او بر پښتنو ترمنځ د کرکې او تعصب زیاتوالې وي، مګر هیچا دا پوښتنه ونکړه چې آیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجې چې اوس یې د پښتنو د خپل منځي لانجو حالت غوره کړی په فیسبوک کې حلیدای شي؟!!

بي بي سي هغه پالیسي روانه کړی چې اوبه خړوي او ماهیان نیسي، له یوې خوا یې د پنجاب او کابل سیاسي اختلافات د پښتنو پخپل منځي اختلافاتو باندې بدل کړي او له بلې خوا یې د ۱۰۰ ښځو، سکس، شرم او باج اخیستنه، د ښځو لوبې او… پروګرامونو لړۍ توده ساتلې ده، د سکس او باج اخیستنې د پروګرام له طریقه انجوني هڅوي چې پرته له شرم او ډاره د سړیو سره د مقابلې ډګر ته راووځي، هره بې حیایي چې زړه یې غواړي و یې کړي او پرته له دې چې وډاره شي د خپلې بې حیایۍ ویډیوګانې دی نشر ته وسپاري او انجونو ته ور په زړه کوي چې دا نو ګواکې یو ښه او مثبت  اقدام دی!! په دې لړ کې د هغه مصرۍ فاحشې کیسه هم نشروي چې غدیر نومیده او د حجاب پرضد یې په یوه مظاهره کې ځان سوچ بربنډ کړی و، بي بي سي وایي چې غدیر په دې کار سره ستره زړورتیا ښکاره کړه!! همداسې نورې هغه کیسې نشروي چې څرنګه یو هلک او جینۍ جنسي اړیکه نیولې، هلک ترې ویډیو کړی او وروسته له هغې چې د هلک او جینۍ ترمنځ اختلافاتو زور اخیستې نو هلک د هغه ویډیو د نشرولو ګواښ کړی، جینۍ زړورتیا کړی او پرته له ډاره یې هغه ته ویلي چې نشر یې که زما بدن زما خپل دی دا چې زه یې څنګه استعمالوم د چا په کې کار نشته، یعني انجونو ته ورښایي چې د دین، والدینو، ورونو، خپلوانو او ټولنې هیڅ حق نشته چې تاته څه ووایي مهرباني وکه خپلې بې شرمۍ ته دوام ورکه ستا بدن ستا دی ته یې چې څنګه استعمالوی استعمال یې که، ته باید له خپل ښځیتوب نه اعظمي ګټه واخلې لکه غدیر ، اریانا سعید او د هغې لارویانې…

دلته بي بي سي بیخي له حده تجاوز کوي او د هغه انجونو عکسونه او ویډیوګانې هم نشروي چې د جنسي تیریو یا په رضا سره د جنسي اړیکو نه وروسته له ستونزو سره مخ شوي!! د سل ښځو په پروګرام کې بیا ښځو ته وایي چې: له فلمونو، لوبو، بربنډو ګرځېدلو، موټر چلولو، مؤسساتو سره کار کولو، له کوره د تښتیېدلو او د هر ډول ناروا اړیکو جوړولو نه مه ویریږئ دا ستاسو حق دی او هڅه وکړئ له دغو لارو ځانونه اتلولۍ ته ورسوئ نړۍ له تاسو ملاتړ کوي!! له دغو پروګرامونو پرته د هندوانو د مذهبي رسمونو د ستایلو کار ته یې هم سمه توجه کړیده، تازه او وروستې راپور یې دا و چې ” يوګا” افغانستان کې پرمختګ کړی، یوګا چې د هندوانو د عبادت طریقه ده د اسلام له دوهم رکن یعني لمونځ څخه یې نقل کړی او دا چې کفار فکر کوي لمونځ یو ورزش دی نو د لمانځه حرکات ادا کوي خو هغوی دا حس نه لري چې وپوهیږي د لمانځه په ادا کولو سکون یواځې مسلمانانو ته رسيږي هم ثواب او هم د زړونو سکون دا نو په ایمان پورې تړلي دي؛ دغه ظاهري حرکات چې هندوان او بودایان یې ادا کوي یوګا نومیږي او بي بي سي وایي چې افغانستان کې یې ډیر پرمختګ کړی، مطلب دا چې لمونځ ورزش دی او د دی ورزش اسانه طریقه داده، دا چې بي بي سي دلته څه مطلب لري عاقلان پوهیږي.

پردې ټولو برسیره د بي بي سي ښځینه همکارانې هم داسې لباسونو کې راڅرګندیږي چې اسلام دغه لباس اغوستونکو ښځو ته بربنډې وایې، بي بي سي د دې ډولو پروګرامونو له لارې غواړي چې د افغانستان ټولنه په سیکولرزم ککړه او دلته د اروپایانو دود عام کړي یعنې د ښځو بې بندو باره آزادي، فحاشي، د دین خلاف حرکتونه او سیکولرزم رواج کړي ترڅو دا مسلمانه ټولنه په بشپړ ډول د دین له نعمته محرومه کړي!!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close