بګرام ولسوال: طالبانو په هوايي ډګر توغنديز برید کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)

د پروان ولايت د بګرام ولسوال سیف الله بیدار وايي، طالبانو تيره شپه د بهرنيانو په تر ټولو ستره اډه “بګرام هوايي ډګر” توغنديز بريد کړی دی.

د بيدار په وينا، دغه توغندي تيره شپه د يادې ولسوالۍ اړوند د بالتوخل سيمې څخه وار شوي دي.

که څه هم نوموړی وايي، چې یادو بريدونو تلفات نه درلودل خو طالبانو بيا ويلي چې په یاد پوځي مرکز کې ميشت بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني زيان اوښتی دی.

د بګرام ولسوال بیدار زیاتوي، دا په تيره يوه اوونۍ کې درېيم وار دی چې پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه کېږي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د يادو بريدونو د مسئوليت منلو سربيره ويلي چې یادو بريدونو کې ” امریکایي عسکرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.”

بګرام هوايي ډګر په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز دی چې وخت ناوخت د طالبانو د توغنديزو او سرتيرو بريدونو هدف ګرځي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو بهرني ځواکونه د خپلې پاليسۍ له مخې د توغنديزو بريدونو مالي او ځاني تلفات له رسنيو پټ ساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close