یو هندی وګړی له درې کلونو راهیسې د ټرمپ ”عبادت“ کوي

له تېرو ۳ کلونو راهیسې، د هند د حیدراباد ښار په څنډو کې یو ۳۱ کلن بزګر د ډونلډ ټرمپ انځور ورسره ګرځوي او په ورځ کې یې څو ځله تصویر خپل مخ ته ږدي او عبادت یې کوي.

د بوسا کرشنا په نوم دا بزګر وايي چې خپلوان یې د ټرمپ د عبادت کولو له امله لېونی بولي، خو دئ د چا په کیسه کې نه دی او د خلکو خبرې اغېز نه پرې کوي.

کرشنا وايي، ”زما کورنۍ او کلیوال راته لېونی وايي. یو ځل یې راته وویل چې یوه ارواپوه ته ورشم. ما ورته وویل، ’زه چا ته اړتیا نه لرم، تاسې تللای شئ،‘ ځکه هغه [ټرمپ] زما خدای دی او زه د خلکو د خبرو پروا نه لرم.“

کرشنا که دوکان ته ځي او که خپلو پټیو ته، هر وخت د ټرمپ یو تصویر ورسره ګرځوي.

دئ وايي. ”لکه څنګه چې موږ د خپلو بګوانانو عبادت کوو، همداسې زه د ټرمپ د عبادت ټول مراسم پرځای کوم.“

د کلیوالو او خپلوانو تر څنګ، د کرشنا مور او پلار هم د ده له دې کړنې په تکلیف شوي او خپل کور یې ده ته پرېښی دی.

د بوسا کرشنا یو ګاونډی وايي، ”دئ هر وخت وايي چې ټرمپ زما بګوان دی، ټرمپ زما په زړه کې دی، زه له ده سره د زیاتې مینې له امله د ده عبادت کوم.“

 نوموړی زیاتوي، ”[کرشنا] هره ورځ د ټرمپ د انځور عبادت کوي. ده له تېرو ۳ کلونو راهیسې دې کار ته مخه کړې ده.“

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي په هند کې د سیاستمدارانو او فلمي ستورو عبادت کول نااشنا خبره نه ده، د هند په بېلابېلو ښارونو کې د سیاسي مشرانو او مشهورو کسانو د عبادت په موخه مندرونه (د عبادت ځایونه) جوړ شوي دي.

کرشنا یوه فېسبوک پاڼه هم جوړه کړې، چې په هغې کې د خپل عبادت انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

سرچینه
د نیوزویک
ټېګونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close