”بیا افغانستان ته رونشې“

قاري خالد

”Don’t come back to Afghanistan.“

”بیا افغانستان ته رونشې“

افغانستان د پردیو هدېره ده او هره تیږه او ناؤ یې د خارجي یرغلګرو پوځیانو، د تسمې ـ تسمې بدن شاهده ده.

په ګران وطن امریکایي تاړاک له یوې نیمې لسیزي واوښت. د جګړې په کلونو کې که څه هم در بدرۍ، زخمونه، دردونه، مرګونه او ناخوالې د افغانانو برخه ده مګر پر ټولو ناخوالو سربېره، په دې تېزه یوه نیمه لسیزه کې افغانانو د مېړانې، بهادرۍ او شهاومت بلها کارنامې د تاریخ پر پاڼو ثبت کړې.

د انګرېزانو سره د میوند په غزا کې افغانان کابو مات ول، جګړه شېبه پر شېبه توندېده او د سختې دوامدارې جګړې له امله د افغانانو مټې شلې وې چې د میوند ملالې، له ملا لوپټه تاؤ او په لوړ غږ ناره پورته کړه:

”که په میوند کې شهید نه سوې

خدایګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه“

د میوندۍ ملالې یکه زار ټپه، د تاریخ په پاڼو کې داسې وځلېده چې آن د میوند ملاله یې د میوند د معرکې فاتحه وګڼله.

”بیا افغانستان ته رونشې.“

د اسیر امریکایي پوځي برګډال تبادله وه، څو سرسپارلیو زلمیانو یو سور امریکایي پوځي تر مټو نیولی، او په یو ناؤ کې د امریکایي څرخکو انتظار کوي.

رسنۍ غوږ ـ غوږ دي او نه پوهېږې څنګه کولای شي د تبادلې مراسم نېغ پر نېغه د کامرې په لېنز کې راواخلي.

څرخیو ګړبار جوړ کړ، د غره پر څوکو را واوښتې، طالب زلمیان پر میدان ولاړ دي او تر دې دمه باوري نه دي چې ګویا امریکایان دې پر خپله وعده وفا وکړي مګر بیا هم د شجاعت او مېړانې څلي په ډګر ولاړ دي.

دلته یو بل سرسپارلی طالب لګیا دی ټوله صحنه د کامرې له لېنزه څاري، او د کامرې په حافظه کې یې ثبتوي.

بوبرګډال څرخکۍ ته وخوت، صحنه د کامرې په حافظه کې ثبت او څو ساعته وروسته رسنیزه شوه.

ټولې نړۍ په یوه دقیقه کې ویډیو تر لاسه کړه او په نړیوالو چینلونو تکراراً نشرېدله.

دلته هېښونکې دا نه وه چې بدمعاشه امریکایان څنګه تش لاسو طالبانو ته پر ملا خم کېږي، بلکې هېښونکې دا وه چې یو طالب، اسیر امریکایي ته په لوړ غږ وایي بیا افغانستان ته رونشې.

دا یو پیغور و، نه تنها برګډال ته بلکې نړیوال کفر ته، اشرباڼو ته یې او هر هغه دولت ته چې د ګران افغانستان د اشغال خوبونو ویني.

د دې جملې تلفظ کونکی قاري عبدالله که څه هم نن نشته او د اشغالګرو په هوایي برید کې ټوټه ـ ټوټه شو مګر له خولې وتلي الفاظ یې د تمامو اشغالګرو لپاره د ملالې میوندۍ ټپه ده.

ترڅو چې یو افغان هم ژوندۍ وي د قاري عبدالله له خولې وتلي الفاظ به د هر اشغالګر لپاره تکراريږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close