بېړنی خبر: جلال آباد کې په قومي جرګه سرتیری برید شوی

کابل ټکی کام  (یکشنبه، مرغومی ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل):

د جلال اباد ښار اړوند په دریمه ناحيه کې د ملک عثمان کورته څېرمه پر یوه کور د موټر بم حمله شوې .

ويل کيږي چې دغه بريد د ولایتي شورا غړي عبید الله شینواري پر کور تر سره شوی دی.

لومړني معلومات ښيي، چې په کور کې یوه قومي غونډه روانه وه، چې د بريد ښکار شوه او شاوخو ۲۰ کسان په کې مړه او ژوبل شوي .

د ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته  وویل چې چاودنه نن سهار څه د باندې ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.

د خوګياڼي په وینا چې دا یو انتحاري برید وه د داعش وسله والو له لوري د عبید الله شنیواري د ورور د خوشې کېدو په مناسبت مراسم نیول شوي وه تر سره شوی.

په سیمه کې د ولسي خلکو په ویناد عبیدالله شینواري ورور څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو تښتولی وو، چې په دې وروستیو کې را خوشې شوی و نن د نوموړي لپاره مراسم نيول شوي وه چې بريد پرې وشو.

د شینوارو قومونه تېره ورځ د دولتي ځواکونو سره یو ځای شول او د وسله والو پرضد یې د ګډې مبارزې پریکړه وکړه.

د برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه ده منلی

سلیم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close