بېړنی خبر: ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پر محافظتي موټر بمي برید شوی

کابل ټکی کام ۱۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له ننګرهار ولایت څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ثمر خېلو سیمه کې نن شاوخوا ۱۱ بجې د ملګرو ملتونو پر محافظتي موټر چاودنه وشوه، چې ښايي مرګ ژوبله ولري.
دی وایي، چاودنه د یوه ځای پر ځای شوی ماین په مټ ترسره شوې ده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند د یادې چاودنې په تأیید کې رسنیو ته ویلي دي، د ملګرو ملتونو دوه محافظین چې په رېنجر موټر کې ناست ول، ټپيان شوي دي،
د یادولو ده چې دغه سیمه د جلال اباد-تورخم پر لویه لاره باندې پرته ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close