بېړنی خبر: همداشیبه کابل دپښتونستان واټ اوچوک ترمنځ پر مظاهره چيان ډزې شوي

 (کابل ټکی کام  : چهارشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢٠/ ٢٠١٥ م نومبر  ١١)

وروسته له دې نه چې د کابل ښاریانو اعتراض کونکو مظاهرې روانې دي د دولت له لوري ورته هېڅ ځواب نه ده ورکړ شوی، ځېني اعتراض کونکو په ارګ باندې هجوم وړی دی .

همدا اوس د ارګ ساتونکو په مظاهره چیانو د خفیفه سلو ډزې کړي دي ، چې دیو شمېر معترضینو د ټپی کېدو خبر هم ورکړ شوی دی .

اګرکه دغه پولیسو له لورې ډزې زیاتې اوريدل کيږي خو بیا هم مظاهرې روانې دي او له چوک نه په شا شوي نه دي .

دغه مظاهرې نن سهار مهال پیل شوې چې اوس هم روانې دي په لسهاو زرو هزاره ګانو او د کابل ښاریانو په کې برخه اخیستې او د موجوده رژیم په مخالفت نعرې وهې او د اشرف غني او ډبل عبدالله اداره بې واکه او بې باکه بولي ، په ولسي جرګه او په نورو لوړپوړو چارواکو د مرګ نعرې وهي او خپل حق غواړي .

د ځايي رسنیو په وینا دوي وايي چې ترهغو به مظاهرې جاري ساتي ترڅو ددوي غوښتونو ته دولت ځواب ونه وايي .

بدرالدین ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close