بېړنی خبر! پلازمېنه کابل دارالامان کې د استخباراتو په یوه مرکز سرتېری بريد شوی

(کابل ټکی کام :دوشنبه،تله۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
له پلازمېنې کابل نه په تازه ورکړل شوو راپورونو کې ويل شوي دي چې، نن ماخوستن مهال د روسې سفارت ته نږدې د علاولدین ۳ لاري سره د دارالامان په سړک دوه غبرګې چاودنې شوي او وروسته د بريد ګرو او امنيتي چارواکو تر منځ نښته پیل شوې .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي دي، چې په یاده سیمه کې له چاودنې وروسته د افغان ځوکونو او د بريدګرو ترمنځ نښته روانه ده .
ويل کیږي چې چاودنه د یوه سرتېري بريد په مټ د استخباراتو په یوه خوندي مهم مرکز ترسره شوې ده .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې ويلي دي ، چې دغه ډلیز سرتېري بريدونه دوي په یوه استخباراتي مرکز باندې کړي، چې د اسخباراتو ګڼ شمېر کارمندان يي وژلي او ټپیان کړي دي .
د پېښې په اړه نور جزئیات له کابل ټکي کام څخه .
حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close