بېړنی خبر: کابل کې د درندې چاودنې غږ واورېدل شو

کابل ټکی کام ۱۲ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له کابل ولایت څخه زمونږ همکار خبر را کوي، د چاودنې غږ یې اورېدلی دی چې ډېره لویه وه، د ده له قوله چې لا تر دا مهاله د ۵ تنو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی دی.
د رایټرز خبري اژانس په ور کړي خبر کې د پولیسو د یوه ویاند له خولې لیکلي، دغه چاودنه چې د یوه سرتیري له لورې ترسره شوې ده، په نتیجه کې یې ۱ تن وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته ویلي دي، یو موټر چې بم پکې ځای پر ځای شوی وو، وچاودېد.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close