بې طرفه رسنۍ، که بې مرووته رسنۍ ؟ !!

 تبصره : ډاکټر آصف

ښکیلاکګرو تل خپلې استعماري هڅې د خپل ښکیلاک د پرمخ بیولو لپاره په ډول ډول طریقو سره په لاره اچولي دي چې یوه یې هم د بې طرفه رسینو په نوم هڅه ده، دغه ډول هڅه یې په ډیر مکر او فریب سره پر مخ بیولې ده چې اوریدونکو او لیدونکو ته د چاکلیټو په مینځ کې زهر ورکړي دي، او په دې ترتیب یې بې عقلې ټولنې استحمار کړي دي او هغه د چا خبره په خوږه او پسته کې یې زهر ورکړی.

تاسې وګورئ هغه بله ورځ د پارلمان یو غړي چې منصور نوم لري او د شمالي ټلوالې غړیتوب هم لري او د احمدشاه مسعود قومي هم دی، په پارلمان کې ښه په ډاګه وویل چې په مسجدونو او پوهنتونونو کې اسلامي ثقافت او قرآن په درس او تدریس سره ترهګري رامینځته کیږي، سره له دې چې په پارلمان کي ناستو اعضاو په ډیر احتیاط او نرمې لهجې سره د هغه څرګندونې رد کړې، خو په ټولو کې یو رښتونی عمري نارینه مسلمان پیدا نشو چې د عمربن الخطاب په قدم، قدم کیږي او   منصور ته غاښ ماتونکی جواب ور کړي او د (فلیغیره بیده ) په مصداق د پارلمان له ودانۍ نه یې بهر کړي.

د مسلمانانو د سوړ غبرګون نه په استفادې سره ، ځکه نو طلوع تلویزیون هم د هغه د وینا په تعقیب جرأت وکړ او د منصور ننګه یې وکړه او په خپلو خپرونو کې یې وویل چې د منصور څرګندونې سمې دي او څوک دې پری بې ځایه اکشن نه  اخلی.

همدغه راز اوس چې دا ډول نورو بې بندوباره رسنیو ته نظر واچوو نو ګورو چې په فلسطین کې د اسرائیلو لخوا د اذان د منع کولو خبر ښه په شد او مد خپروي او چې په تعقیب یې الهي عذاب رانازل شوی او د اسرائیلو نه د اور په شکل کې تاو شوی، هوا او باد ورته د ګاز خاصیت اختیار کړی او اوبو یې د پټرولو خاصیت خپل کړې، اور په ډیرې چټکۍ سره له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي نو ومو لیدل چې دغه په نوم بې طرفه  رسنۍ دي خپلې خولې ټینګې تړلي او ګونګۍ کړي او خپلو اوریدونکو او لیدونکو ته داسې وانمود کوي چې ګوندې دا ډول په اسرائیلو کې د اور بلیدو په هکله هیڅ داسې کوم خبر نشته او خیر او خیریت دی.

د بیلګې په توګه تاسې د امریکا غږ راډیو ویب سایټ وګورۍ چې  همدغه بې شرف توب یې کړی دی او کنه؟

ټولو درنو مسلمانانو ته وړاندیز کوم چې په راتلونکې کې د ټولو بې بندوباره رسنیو خپرونې په دقیق ډول وڅاري او ددوی منافقت ته  ښه ځیر اوسي او کلک پام ورته وکړي.

نو اوس قضاوت خپلو لوستونکو ته پریږدو چې آیا دغه بې طرفه رسنۍ دي ؟ او که یو طرفه رسنۍ ؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close