بې پولې ډاکټران یوځل بیا په کندوز کې مجهز روغتون جوړوي

 

پوره درۍ کاله وروسته تر دې چې امریکایي الوتکو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند حوزوي روغتون د هوایي برید نښه وګرځاوو او د ډاکټرانو په ګډون یې لسګونه ناروغان او د روغتون د بیلابیلو څانګو غړي ووژل ، د دې ټولنې مشر د کندوز له والي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې یوځل بیا په دې ولایت کې د زون په کچه مجهز روغتون جوړوي

د بې پولې ډاکترانو عمومي مشر ګیتن د کندوز له والي جبار نعیمي سره په لیدنه کې ویلي، هڅه یې دا ده چې په دې ولایت کې یو پنځوس بستریز روغتون چې په پراخو طبي توګو مجهز وي، جوړ کړي.

ګیتن ویلي، دوی غواړي په دې روغتون کې ګڼې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته او د زون په کچه فعالیت ولري.
د کندوز والي د بې پولې ډاکټر انو له مشر نه مننه کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
که څه هم تر بمبار څه وخت وروسته یاد وغتون پر کار پیل کړ، خو نوی روغتون به د کندوزیانو اړتیاوې تر ډیره پوره کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close