بې ځايه غوسه

 قطب الدين مشال

په يوه تړل شوې هټۍ (دکان) کې مار يوې او بلې خوا ته تاويږي او راتاويږي چې ناڅاپه له يوې آرې سره ولګېد او لږ زخمي شو.

مار د خپل شوخ عادت له مخې بيا پر غوسه کې آرې ته ټک ورکړ خو دا ځلې يې ځان سم زخمي کړ او له خولې يې وينې و بهېدلې، مار نور غوسه شو او په خپل ټول ځواک يې له آرې شاوخوا ځان تاو راتاو کړ.

دوهمه ورځ چې کله هټيوال خپل دکان خلاص کړ چې ګوري يو مار له آرې شاوخوا تاو، مړ پروت ده.

مار مار له خپلې بېځايه غوسې زخمي ـ زخمي او بالآخر مړ شو، ځيني وخت مونږ انسانان هم په غوسه کې نورو ته د ضرر رسولو هڅه کوو خو د څه وخت له تېرېده وروسته پوه شو چې زيات زيان او ضرر مو يوازي خپل ځان ته رسولى.

په ياد ولرئ

له ځينو شيانو؛

له ځينو خلکو؛

له ځينو پېښو؛

له ځينو کارو؛

او همداراز له ځينو خبرو تېرېده په کار ده، په ډېره هوښياري بايد د خلکو له تېروتنو تېر شو، دا لازمه نه ده چې مونږ دې هرڅه ته هرو مرو غبرګون وښييو، کېداى شي زمونږ بېځايه له غوسې ډک غبرګونونه  نه يوازي مونږ ته زيانمن ثابت شي بلکې ژوند به مو هم را څخه واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close