تاجکستاني چورلکې د بدخشان په څو ولسوالیو کې پروازونه او ناستې کوي

کابل ټکی کام ۰۶عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د ځايي سرچینو په وینا چې د بدخشان په څو ولسوالیو کې تاجکستاني چورلکې تګ را تګ کوي، او د دریو ولسوالیو اړوندو سیمو کې پروازونه او په یو شمېر سیمو کې ناستې هم کوي.
 سرچینه وايي چې دغه کار د سیمو خلکو ته پوښتنې او شکونه پیدا کړي دي، او له حکومت څخه یې په وړاندې د اقدام کولو جدي غوښتنه کړې ده.
د یوې باوري سرچینی د خبر له مخې چې چورلکې په هغه دریو ولسوالیو کې ( واخان، شغنان او اشکاشم) کې ناستې کوي، چې له تاجکستان هېواد سره شریکه پوله لري.
ځايي سرچینې وايي، که څه هم د یادو سیمو امنیت هم ښه ندی، خو دغه چورلکې په یادو سیمو کې ناستې کوي او په وړاندې یې هیڅ غبرګون ندی ښودل شوی.
د سرچینې په وینا چې ښایي سیمه ییز قوماندانان د طلا او قېمتي ډبرو په بدل کې ور څخه خوراکي توکي ترلاسه کوي، خو په اړه یې شواهد او اسناد نشته.
د افغانستان روڼتیا د څار نومې بنسټ کال وړاندې ویلي وو چې د ورځې دوه کیلو طلا له بدخشان ولایت څخه د تاجکستاني چورلکو په مټ قاچاقیږي.
ځایي خلک هم د تاجکستاني الوتکو پروازونه او ناستې تأییدوي، او د موخې په اړه یې مالومات نلري.
خو چارواکو د ځینو رسینو له لارې دغه خبر رد کړی دی، او په اړه یې نا خبري ښودلې ده.
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروټن وايي چې دوی تر اوسه په دې اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close