تاجکستان او ترکمنستان د افغانستان د سوله ییز حل غوښتونکي شول

کابل ټکی کام ۳۱زمري ۱۳۹۴ راپور: انصار د تاجکستان او ترکمنستان دواړو هېوادونو په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي، چې باید د افغانستان مسئله د سوله ییزې لارې حل کړی شي. د دوشنبې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د مسئلې د حل په اړه په خپلو کې لیدنه وکړه، او په یوه اتفاق یې وویل چې د افغانستان مسئله د سیاسي او سوله ییزو مذاکراتو له لارې حل کېدای شي. د دواړو هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د مسئلې د حل پر خلاف حالات روان دي، یعنې د سولې لپاره د سولې د خبرو پر ځای جګړه دوام لري، او هیڅ وخت د جګړې په دوام کې په افغانستان کې سوله نشي راتللای. په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه تاجکستان او ترکمنستان د ملګرو ملتونو د سوله ییزو هڅو ملاتړ کوي، ترڅو د افغانستان د مسئلې د حل په اړه د دې دواړو هېوادونو ملاتړ د افغانستان لپاره په ګټه تمام شي. د دواړو هېوادونو مشرانو دا هم ویلي چې زمونږ ملاتړ او د افغاستان په اړه د سولې هڅې باید د ملګرو ملتونو د سولې د هڅو سره شریکي کړل شي.   د دواړو هېوادونو مشران په افغانستان کې د سولې په اړه اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې د ملېشو مشر جنرال دوستم په افغانستان کې د دولت د مخالفو وسلوالو سره په فاریاب کې د څه مودې را پدېخوا په جګړه بوخت دی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close