تاریخ يې په کار نامو ویاړي !!!

لیکوال : محمد زبیر هاشمي

دژوند هر ساعت او هره دقیقه يې له اتلولې څخه ډکه وه مولوي جلال الدین حقاني ریښتنی مړنی وه
اوس يې تاریخ هره قهرماني ځان سره په زرینو کرښومحفوظ کړی ده .
کړنې يې اوسنی او راتلونکی نسل ته دایثار او قربانې درس ورکوي .
نوموړی دوه سترو فرعوني قوتونو سره کلکه مبارزه وکړه او داسلام تیرې کونکي دښمنانو ته يې غاښ ماتونکي ګزارونه ورکړه چې ملحدین يې له نوم څخه وریږي.
د سترې حوصیلې څښتن وه د په ژوند کې هر نوع تکلیف ته داسلام لپاره په سړه سینه غاړه ورکوله ځکه د نړۍ لوی سرکشه خلک له ده څخه ویره کوله او کوي.
دی په څوکۍ ميئن نه و ځکه څوک چې په څوکۍ میئن وي هغه خپل بچي له څوکۍ نه قرباني کوي .
جهاد يې دالله تعالی رضا لپاره کوه ځکه له خپل مال ځان او، اولاد څخه تیر وه ؛
ابراهیم علیه السلام خپل بچی اسماعیل علیه السلام قربانی ته حاضرکړه ، ده هغه سترسنت ژوندي کولو لپاره خپل ټول بچي يې دقربانی میدان ته وویستل.
دغه مخلصانه عمل له برکت ته الله تعالی د د په ژوند څلورد زړه ټوتې ګلاب په شان ځامن قربانی لپاره قبول کړه .
واقعي چې ریښتنی مجاهد وه، دجهاد هر کیسه يې دایثار څخه ډګه ده ؛
مولوي جلال الدین حقاني یو له هغه جهادي مشرانو څخه وه چې د روسانو په مقابل کې له امریکایانو سره دوستانه اړیکي درلو دی، چې کله کمونستانو په افغانستان کې ماته وخوړله او ورسته امریکايي اشغالګرو په افغانستان حمله وکړه، نو په دې وخت کې هغه ټول چې ځانته يي داسلام اصلي دعوتګران او مجاهدینو ویلی امریکا ته يي سر دغلامي ټیټ کړه او خپلې فاسدې له اسلام دین څخه منحرفې دوستاني ته يي دپیسو لپاره لبیک وویلی .
خو مولوي جلال الدین حقاني الله تعالی ته وفادار وه ده ته امریکانو دوستانه او پیسي موهیمې نه وي داسلام دین په مقابل کې امریکانو ته يې هغه مرګوني ګزارونه ورکړل چې هر امریکايي په خپله خونه کې نا ارمه کړه .
که چیری داسلام تیرې کونکي دښمنان د داسي غیورو مسلمانانو تاریخ مطالعه کړي، نو هیڅکله به د مسلمانانو لورې ته په بد نظر ونه ګوري ځکه دوی به مسلمانانو ته په تیرې کتلو کې د ځان تباهي ګوري.
مولوی جلال الدین حقاني دښمانوته د سترګو اغزی او مومینو ولسونو دسترګو یخوالي لپاره په ژوندانه دځان په څیريي ځای ناستي خپل مشر بچی خلیفه سراج الدین حقاني وټاکه .
د اسلام دین لپاره چې ده کوم کوښښونه کړي الله تعالی دې خپل دربار عالیه کې قبول او منظور کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close