تا ته په څه شي زر کلن ووایم او ولې دې ملاتړ وکړم!!؟

صلاح الدین ایوبي

جهوریس محمد اشرف غني ! د افغانستان په تاريخ کې تر احمد شاه بابا راوروسته تاسو لومړۍ ولسمشر یاست چې د ملت سترګو ته په ډیرې سپین سترګۍ خاورې ورشیندئ او په تشو لاپو یې تېر باسئ

په یویشتمې پیړۍ کې دا لومړۍ ځل دی چې زمونږ ملي او اسلامي ارزښتونه له منځه ځي، تاریخ مو مسخه کیږي، په دین، خاوره، ناموس او په هر څه مو ملنډې وهل کیږي،

زموږ هیواد په ډلو ټپلو، قومونو او سمتونو ویشل کیږي، په لوی لاس یې د تجزیې لپاره زمینه سازي کیږي او دا به اول وار وي چې ستاسو په شتون کې له ډیورنډ کرښې ازغن تار شو، په تور خم او انګور هډې دروازې جوړې شوې او رسمي وګرځول شوې،

تاسو لومړۍ ولسمشر یاست چې ددې شیرینې خاورې سند مو د امنیتي تړون په شکل کې اشغالګرو امریکایانو ته په لاس کې ورکړ، ولسمشران خپل ولس ته پرمختګ، امن، سوکالي او یوالۍ راوړي خو تاسو ولس ته فساد، بې کاري، مشکیلات او جنګونه نور هم زیات کړل

مونږ ګومان کاوه چې تاسو ټول ژوند خارج کې د پرمختګ، امن، ابادۍ او سمسورتیا منځ کې تیر کړی دی، نو همغه حالت به مو په مغزو سپور شوی وي، او دلته به هم د هغوی په څیر امن، ابادي او پرمختګ راولئ او د خولې غوټه به په لاس خلاصه کړئ مګر هرڅه برعکس شول او دې مظلوم ولس چې کومه هیله له تاسو لرله هغه هیڅ انتن نه ورکوي او سره ددې چې په خپله خوله اقرار کوئ چې د دوه میلونو افغانانو په رایه کامیاب شوی یم، خو تاسو ددې دوه میلیونه ولس لپاره کوم کار وکړ !؟

ویل مو: کابل نه استامبول او ښار کې دننه مېټرو بس لاره جوړوم، هیڅ مو ونکړل

خوست کې مو ویل: د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځڼغوزیو د لېږدولو لپاره به د خوست او جرمني ترمنځ هوايي لار پرانیځم، هیڅ مو ونکړل.

پکتیا ته مو د سفر پر مهال وویل: پکتیا لومړی درجه ولایت اعلانوم. تش په نوم.

پکتیا ته د برېښنا سب‌سټېشن، سیمیز روغتون، د ګردیز ـ زرمت سړک او صنعتي پارک جوړوم، هیڅ ونشول او نور مو هم د ډیرو نویو ودانیو او د کاري پروژو پرانیست وعده وکړه خو یوه هم عملي نشوه او د مچلغو بند جوړول خو هسې هم خوب او خیال دی او دادی نن مو ننګرهار کې هم د زربیستریز روغتون د تهداب ډبره کیښوده، خو دا هم دروغ وګڼه

ولسمشره ! ته یو ناکامه مدیر یې له کار دې نارې ډیرې دي، یوازې پر سټیج باندې خپل ستونۍ ښه څیرلای شې او تراوسه مو یوه پروژه ، وعده او خبره هم سر ته نه ده رسيدلې.

* ویل مو کابل پیښور ریل پټلۍ جوړوم،  نه وشوه

* کابل جلال ابا دویم سړک جوړوم، نه شو جوړ

* لغمان شاهي کانال جوړوم،  ونشو

* په لغمان کې د اوبو بند جوړوم، جوړ نشو

* کنړ کې بند جوړوم، جوړ نه شو

* د چاتراشو د قاچاق مخنیوی کوم، ونشو

* د ننګرهار کامې بند جوړ نشو

* غلام خان بندر نه ټرانزیټ کيږي

* قندهار په اقتصادي زون بدل نه شو

* د خوست هوايي ډاګر لا هماغسې نیمګړی پاتې دی

* جنګ دې ډير کړو

* د پاکستان د راکټونو په اړه چپ یې

* او اشغالګر ونه وتل بلکې لا نور هم هیود ته راغلل

* د کار زمینه پیدا نشوه بلکې بې کاري ترحده واوښته

* د کویټې او قندهار ریلی پټلی دې جوړوله، جوړول خو څه چې نام یې هم ورک شو.

* پکتیکا ښځینه معلمه او نورستان ښځینه ډاکټره نلري

* زابل ارزګان، نیمروز ، بادغیس خو لا په ولایت کې هم نه حسابيږي

* په زرګونو ښونځي لا تړلي پاتې دي

* زندانونه نور هم پر موږ ډګ شول

* تور خم او سپین بولدک دې شنډ کړل

* پښتو ژبه دې د ارګ په خوا کې هم پرې نه ښوده

* دسترخان نور هم سپېره شو

* اقتصادي جغرافیا دې بدله کړه

* د لر او بر ترمنځ دې واټن ښه ډير کړو

تا څنګه ولسمشر وګڼم او څنګه دې ملاتړ وکړم، بادغیس کې مو غونډې ته د خبرو پر مهال ویل عادت نلرم وعدہ وکړ‎م او بیا پرې عمل ونه کړ‎م خو ښاغلیه ستا کومه وعده سرته ورسیده چې مونږ یې یاده او ولیکو !!؟

* بريښنائې تذکرى خلکو ته ورسیدې، نه

* دوستم قانون ته وسپارل شوو، نه

* دريو کالو کې دولت کابينه مکمل شوه، نه

* فساد ختم شو، نه

* تعليمي نظام کې مثبت بدلون راغی، نه

* ماليه مو د ملت خزاني ته رسېږي، نه

* لنډه غر د کابل نه ورک شول، نه

* کوم مکتوب د ارګ نه په پښتو کې صادر شو، نه

* کوم جاسوس زندان ته اچول شوی، نه

* مهاجرينو سره کړې وعدې پوره شوې، نه

* قومې تعصب کم شو، نه

* هند سره هوائي دهليز کامياب شو، نه

* د کابل ځمكې د غاصيبينو نه خلاصي شوې، نه

* لوى لارې مو جوړې کړې، نه

دا او دېته ورته لسگونه ژمنو وعدې مو وکړ‎ې، خو یو مو هم سرته ونه رسوله.

ښاغلیه زرکلنه کومه یوه دې ولیکم هغه د هند څخه راتلونکی اورګاډي ولې معطل دی، څه پېښه وشوه، چې د هغه یوځل راتګ وشو، او بیا افغان سوداګرو ونه لید؟ هغه د چابهار بندر څنګه شو، هلته د افغان سوداګرو مالونه څه شول؟ هغه د سالنګ دویم تونل، د اقینې بندر او ټوټاپ پروژې څه شوې؟ د مخابراتو ۱۰ سلنه محصول دچا جیبونو ته لویږي؟ د ننګرهار، هرات، شیرخان بندر او هرات د ګمرکونو غلا شوې پیسې د کومو چارواکو ترمنځ ویشل کیږي؟

زرکلنه پخپله د پلنو دنګو دیوالونو شاته په پلن او ښایسته قصر کې خوندي شپې او ورځې تیروې، بودیجه دې بانکونو کې نه ځایږي او په خپلو بچیانو دومره مهربان یې چې افغانستان ته یې نه راولې، حتی د بمونو او ډزونو اوازونه دې پرې نه لوریږي،

خو بیچاره ولس ته د جنګ نغارې ډنګوې، په تشو وعده او لاسلیکونو یې تیر باسې !

مظلوم ولس ستاسو د لاسه په سره اور کې سوځل کیږي، پر ژوند پښمانه دئ، ستا د ناسمې پالیسۍ او بې کیفایتۍ له عمله هره ورځ یې ګډ ځواکونه د طالب او ترهګر په نامه بمباره وي، کورنه یې نړوي او په ډله ایز ډول یې وژني، مګر تاسو خوله هم ورته چوله نکړه او نه مو تراوسه د کوم برید غندنه وکړه، لکه دا ولس چې انسان او افغان نه وي داسې پرې خاموش یاست.

او هر یو د عقل او احساس څښتن پر دې پوهیږي چې ته د شیطانت او رذالت په واسطه د سولې په نعارو او په تشو ژمنو او پروژو افغان ملت تېر باسې، د اشغالګرو د غلامۍ تر سیوري لاندې راولې او په حقیقت کې درته ددې هیواد او ولس له ګټو د اشغالګرو ګټې او اهداف ډیر مهم او اولیت لري.

آخر دا ملت له غوښو او وینو جوړ دی، له وسپنو نه دی جوړ،

اخر دا ولس وبال لري

زرکلنه زړه لرې کنه ؟

تاته وایم

په کومه روان یې غږ مې اورې کنه ؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close