تخار او بادغيس کې اوولس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۵)

د تخار او بادغيس امنيتي مسوولین وايي، چې د طالبانو په بریدونو کې اوولس عسکر وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د بادغي د والي وياند جمشيد شهابي وايي، تيره شپه طالبانو د آبکمري ولسوالۍ په پسته ليق سيمه کې پر يوې پوستې بريد وکړ چې درې پوليس پکې ووژل په وينا يې کله چې نورو عسکرو غوښتل یادې پوستې ته کومکي ورشي د طالبانو له کمين سره مخ شول او اته تنه نور هم په کمين کې وژل شوي دي.

نوموړی ادعا کوي چې په دغه نښته کې لس طالبان وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپيان دي.

دوه ورځې مخکې هم د بادغيس د مقر ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو په يوه چاودنه کې ووژل شول.

له بله پلوه د تخار ولایت د پوليسو ویاند خليل اسير وايي، تيره شپه طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ مربوط د قنداري قشلاق سيمه کې د محلي پوليسو پر يوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې يې اته تنه وژل شوي او د هغوی وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالبانو د يادو بريدونو مسووليت منلی وايي، د آب کمري په بريد کې يوولس عسکر وژل شوي او پنځه ټپيان دي زياتوي د خواجه غار په برید کې د دوه قومندنانو په ګډون نهه اربکيان وژل شوي یو ژوندی نيول شوی.

طالبان وايي، په دواړو بريدونو کې يې له عسکرو شپاړلس ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نظامي توکي هم نيولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close