تخار: د انتخاباتو د کمپاين پر غونډې چاودنه کې دولس کسان وژل شوي، لسګونه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يوې نوماندې د کمپاين پر غونډې چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار پوليس وايي، چاودنه د نظيفه يوسفي بیک د ټاکنيزې مبارزې پر غنډه شوې چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د دغه ولايت د امنيت امر نظام الدين غوري وايي، چاودېدونکي توکي په موټرسیکل کې ځای پرځای شوي و چې غونډې ته د راغونډو شويو خلکو په منځ کې يې چاودلی دی.

له بله پلوه طلوع نیوز ته د تخار د پوليسو سرچينو ويلي، په دغه چاودنه کې دولس کسان وژل شوي او دوه ديرش نور ټپيان دي.

پوليس وايي، په چاودنه کې نوماندې ته زيان نه دی اوښتی دی.

تر اوسه د چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې طالبانو له خلکو غوښتي و چې په انتخاباتي غونډو کې ګډون ونه کړي او خپلو پلويانو ته يې د راتلونکو ټاکنو د مخنیوي امر کړی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close