تخار: د قیصاري پلویانو حکومت ته د وسلوال غبرګون ګواښ وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۵)

د جنرال دوستم د نیول شوي قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري په ننګه راوتلو معترضینو نن د مدني لاریونونو سربیره حکومت ته د وسلوال مخالفت ګواښ وکړ.
دوی ویل، چې که غوښتنې یې ونه منل شي ټولې حکومتي ودانۍ او دولت پلوه کسان به تر برید لاندې ونیسي.

لاریونوال وروسته ترهغه دا ګواښ کوي چې تیره ورځ یې د دې ولایت د استیناف څارنوالۍ او د ولایت مقام ته هم قلف اچولی و.

تخار، ولایت مقام

معترضینو چې شمیر یې سلګونو ته رسیده د قوماندان قیصاري د خوشې کولو او د لومړي مرستیال (دوستم) د ژر تر ژره راستنولو غوښتنه کوله.

د تخار د استیناف څارنوالۍ

دغه راز یادو لاریونوالو د د بدخشان له ولایت سره لویه لاره هم تړلې او په ورته وخت کې یې درۍ مهم سوداګریز بندرونه او د ۲ لایتونو د ولایت مقامونو په ګډون په ۶ ولایاتو کې د ټاکنو سیمیز کمیسیونونه او مرکزونه تړلي .

ارګ تر اوسه د معترضینو د دې کړنو پر وړاندې هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close