تخار: روسي جنګي الوتکو په درقد ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۵)

نن سهار د روسيې اړوند جنګي الوتکو د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې ځينې سيمې بمبار کړي دي.

ځينو سرچينو ويلي، دغه بريدونه د يادې ولسوالۍ مربوط په طاهريان سيمه کې په طالبانو شوي دي.

د تخار د والي وياند محمد جاويد هجري هم تاييدوي چې بریدونه شوي خو د نورو جزياتو له ورکولو يې ډډه کړې.

په عين حال کې سيمه ییزو خبري سرچينو ويلي، چې بريدونه د تاجکستان هوايي ځواکونو د روسانو په مرسته ترسره کړي چې په ياده سيمه کې يې د قاچاق کوونکو او تاجکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وروسته دغه بريدونه ترسره شوي دي.

ويل کېږي، د دواړو غاړو تر منځ د نښتې په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي عسکر هم وژل شوي دي.

تر اوسه طالبانو او دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې دولتي چارواکو ادعا وکړه چې رادار يې هرډول الوتکې کشف کولی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close