تخار: طالبانو د “خواجه غار“ ولسوالۍ ونیوله

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسوالۍ نیول تائیدوي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې، نن ماښام یې یاده ولسوالۍ نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د خواجه غار ولسوالۍ له ټولو امنیتي پوستو او قوماندانۍ سره یوځای نن ماښام د طالبانو لاسته لویدلې.
د والي ویاند سنت الله تیمور وایي، ولسوالۍ کې لږ امنیتي ځواکونه و او طالبانو له موقع څخه په استفادې د ولسوالۍ پر مرکز کنترول ترلاسه کړی.

دیادې ولسوالۍ ولسوال محمد عمر عمر هم د ولسوالۍ سقوط تائیدوي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تر لږ مقاومت وروسته خپلې پوستې طالبانو ته پریښې.

بل پلو د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د خواجه غار ولسوالۍ سقوط نه مني او زیاتوي.چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي او ژر به طالبان شاتګ ته اړ کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسوالۍ نیول تائیدوي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې، نن ماښام یې یاده ولسوالۍ نیولې چې په وینا یې “طالبان د کوکچې ولسوالۍ پول ته رسیدلي پرمختګ دوام لري“
مجاهد ګڼو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره د د زیات شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکوي.

ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو اوسمهال پر بهارک ولسوالۍ جګړه پیل کړې اوجنګ دوام لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close