تخار پوليس: طالبانو يوځل بيا د آيخانم بندر نيولی- دولس پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

د تخار ولايت چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو دشت قلعه ولسوالۍ په آيخانم بندر بريد کړی چې پر مهال يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ياد بندر يوځل بيا د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي، دغه بريد تېره شپه يوه بجه پيل شو او دوه ساعته يې دوام وکړ چې په ترڅ کې يې دولس پوليس وژل شوي، پنځه تنه نور ټپيان دي او پوستې سوځول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، طالبانو له ځان سره د پوليسو وسلې او نور تجهيزات هم وړي دي.

طالبان د دغه بندر نيول تاييدوي وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: د آيخانم بندر د نيولو په عملياتو کې اتلس پوليس وژل شوي، لس ټپيان دي، يو ټانګ ويجاړ شوی، يو ميل پيکا، يو راکټ، پنځلس ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او مهمات طالبانو نيولي دي.

طالبانو تر دې مخکې څلور ځله د آيخانم بندر نيولی او پکې ميشت لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د هغوی وسلې او وسایط يې له ځان وړي دي.

په وروستي ځل يې د جون په دېرشمه دغه بندر نيولی و چې د تخار د والي د وياند سنت الله تيمور په وينا، شپږ عسکر وژل شوي و، شپږ طالبانو ژوندي نيولي و، دوه رینجر، يو ټانګ او په زياته اندازه هم طالبانو نيولې وه.

د ايخانم بندر چې د تخار په دشت قعله ولسوالۍ کې موقعيت لري د افغانستان او تاجکستان تر منځ سوداګريزه لاره ده چې په نيولو سره يې طالبان کولی شي چې د دوی تر واک لاندې ولسواليو ګڼ شمير ستونزې له دغه لارې حل کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close