تخار: څارنوال غواړي واده شوې میرمن،په زور ځانته په نکاح کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي (سیدجمال) ادعا کړې ، چې د یاد ولایت د عامه امنیت څارنوال ورته ګواښ کړی، چې هرڅومره ژر خپلې میرمنې ته طلاق ورکړي، څو یې دی په نکاح واخلي.
نوموړی نن د خپلې کورنۍ د غړو او د سیمې د مشرانو سره یوځای د تخار د څارنوالۍ مقام ته په اعتراض راغلی و او ویل یې چې څارنوال (احمدالله صافي) له شپږو میاشتو راپه دیخوا د ده له میرمنې سره ټلیفوني اړیکه درلوده او اوس یې ګواښ ورته کړی چې هرڅومره ژر باید له خپل میړه نه طلاق واخلي.

سیدجمال خبریالانو ته د خپلې میرمنې او څارنوال ترمنځ د تلیفوني اړیکو څو غږیز کلیپونه هم وسپارل او زیاته یې کړه چې څارنوال له خپل قدرت څخه په استفادې سره غواړي دا قضیه د ځان په ګټ تمامه کړي.

په ورته وخت کې څارنوال احمدالله صافی د نوموړي له میرمنې سره د تلیفوني اړیکو پخلی کوي خو زیاتوي چې سیدجمال خپله میرمن زیاته ډبولې او له همدې امله نور نه غواړي چې له خپل میړه سره ګډ ژوند وکړي.

په همدې مهال د تخار ولایت د استیناف محکمې څارنوال وایي، چې تیره ورځ یې له محکمې نه یو لیک تر لاسه کړی، تر څو هرڅومره ژر دا قضیه حل کړي.
دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې څومیاشتې وړاندې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي هم د لوګر ولایت د یوه اینجینر میرمن چې اولادونه یې هم درلودل، ځانته په زور نکاح کړې وه او د نوموړی کورنۍ ته یې ګواښ کړی و، چې که یې قضیه رسنیزه کړه ، ټوله کورنۍ به یې ووژني.
باید وویل شي چې د حکومت په زیاتره اداراتو کې اخلاقي فساد مخ پر زیاتیدو ده او د خلکو ناموسونه ته سپکاوی تر بل هروخت به لوړه کچه روان دی.
د سیګار د یوه راپور تر مخه، د ملي امنیتي ځواکونو د قربانیانو میرمنې زیاتره وخت د مرستې ترلاسه کولو پر مهال له جنسي ځورونو سره مخامخ کیږي.
سیګار ویلي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جنګیدونکې، په روغتیایي، ښوونیزو او رسنیزو ټیمونو کې کارمندانې او په دولتي اداراتو کې ګمارل شوې میرمنې زیاتره وخت د جنسي ځورونو ښکار کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close