تخار څوارلس او کندوز کې دولس عسکر وژل شوي؛ لسګونه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)

د تخار او کندوز ولايت چارواکي وايي، چې په يادو ولايتونو کې د طالبانو د برید پر مهال پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير وايي، په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې له لوري شوی و په ترڅ کې يې څوارلس سرتيري وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان دي.

دغه راز د کندوز ولايت یوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، طالبانو تيره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ مربوط سيمه کې پر يوې پوځي قرارګاه بريد کړی چې په پايله کې يې دولس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د پامير شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي تاييدوي چې د کندوز په بريد کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د اوښتو تلفاتو د شمير په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو تر اوسه د تخار د بريد په اړه معلومات نه دي ورکړي خو رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند د هزارباغ سيمه کې يې يوه پوځي قرارګاه نيولې، چې په ترڅ کې يې (دوه ويشت) عسکر وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې ولسوالۍ په قرلقو سيمه کې هم طالبانو درې پوستې نيولي او د کنډک د قومندان (قيوم) په شمول يوولس عسکر وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close