تخار چارواکي: د افغانستان او تاجکستان تر منځ “کمیساري قرارګاه” طالبانو نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۹) د تخار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ په “کميساري قرارګاه”  برید وکړ چې پر مهال يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د وسلې ډيپو د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور  رسنيو ته ويلي، په بريد کې دوه سرحدي عسکر وژل شوي، پنځه تنه طالبانو ژوندي نيولي، يو ټانګ او يو رينجر موټر سوځېدلي دي.

د تيمور په خبره، د يادې قرارګاه د وسلو زيرمه  د طالبانو لاسته لوېدلې چې لسګونه ميله وسلې او نور جنګي مهمات يې له ځان سره وړي دي.

طالبانو د بريد مسئولیت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، طالبانو د کميساري قرارګاه په مکمله توګه نيولې، چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او شپږ تنه ژوندي نيول شوي دي.

د مجاهد په وينا، له قرارګاه څخه طالبانو شپږ رينجر موټر، درې هاموي ټانګونه او په زياته اندازه سپکه او درنه وسله او مهمات هم هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د تخار د چاه آب ولسوالۍ په نواباد کلي کې طالبانو څلور سرحدي پوستې نيولې وې او نږدې شل عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close