تخار کې د عملیاتو په تړاو د حکومت ادعا او د طالبانو سپیناوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)

دولتي چارواکو ادعا کړې چې د تخار په یو شمیر ولسوالیو کې یې د بهرنیو ترویستي ډلو پر ضد عملیات پیل کړي تر څو دا سیمې له بهرنیو وسلوالو پاکې کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي رسنیو ته ویلي، د تخار د ماورای کوکچه په ولسوالیو کې یې د طوفان ۲۴ په نوم عملیات پیل کړي څو دلته د منځنۍ اسیا جګړه‌مار و ځپي.
نوموړي ادعا کړې چې په دې ځای کې د چیچن وګړي، اویغوران، د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي او د تاجکستان د جمعیت انصار الله ګوند غړي شته چې په وینا یې د دغه ولایت په خواجه غار، خواجه بهاوالدین او ینګي قلعه کې فعالیتونه کوي.
نوموړي په دغو عملیاتو کې د لسو طالبانو د وژلو ادعا هم کړې خو دا یې نه دی ویلي چې د منځنۍ آسیا هیوادونو وسلوال یې هم وژلي کنه .
طالبانو په یوه وضاحتي پیغام کې دا ادعاوې بې بنسټه افواهات بللي او زیاته کړې یې ده چې هلته هیڅ بهرني وسلوال شتون نه لري.

ذبیح الله مجاهد ویلي ،

“په تخار او ټول شمال کې دبهرنیو هیوادونو اړوند جنګیالی شتون نه لري او نه هم هلته کوم عملیات شوي.
په دې اړه د دښمن پروپاګند یادو هیوادونو ته د تشویش اچولو په منظور ترسره کیږي“

د سیاسي چارو شنونکي د دولتي چارواکو دغه راز ادعاوې د طالبانو او ولس د بیلولو او دغه راز پر طالبانو د بې باورۍ د زیاتولو هڅه بولي، چې په وینا یې په تیرو ۱۷ کلونو کې حکومت پر دغه دیپلوماسي کې هیڅ لاس ته نه دي راوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close