ترانسپورت وزارت وايي، عوايد يې ۱.۲ميليارده افغانيو ته لوړ شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي وايي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې په عوايدو کې ۱.۲ ميليارده افغانۍ زياتوالی راغلی دی.

د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي وايي: “د ۱۳۹۶هجري شمسي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۷۳۹ميليونه او ۴۳۴زره افغانۍ و، خو د روان ۱۳۹۷هجري شمسي کال عوايد يو ميليارد، نهه سوه نهه پنځوس ميليونه او ۳۶۵زره افغانيو ته رسېدلي دي.”

نوموړی په دغه وزارت کې د عوايدو د زياتوالي لوی لامل د فساد سره مبارزه ګڼي چې په وينا يې د دغه وزارت له څلورشپيته کارکوونکو څخه پلټنې شوي چې هغوی په اداري فساد کې ښکيل و زياتوي چې: “لومړني تحقیقات بشپړ شوي او دغه کارکوونکي چې رئيسان، مرستيالان، مديران او کارکوونکي دي لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.”

د روان کال په جون مياشت کې د ترانسپورت وزير طهماسي ويلي و، په وزارت کې د الکترونيکي سيستم د نه شتون له کبله د دغه وزارت له شپيتو تر اويا سلنه عايدات ورکيږي.

نوموړي هغه مهال هم د دغه وزارت د شپيتو تنو فسادګرو لويې څارنوالۍ ته د ورمعرفي کېدو خبره کړې خو تر دې دمه معلومه نه ده چې په فساد کې ښکيل کسان مجازات شوي او که څنګه؟

خو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې لويې څارنوالۍ د نامعلومو دلايلو پر اساس په فساد کې د ښکيلو سلګونو کسانو دوسيې نه دي څېړلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close