تروریزم دې ته وایي چې د امریکا ګټې په خطر کې پرېوځي!

آصف الله آصفي

 

ځینې خلکو یا په خپله او یا د نورو په اشارو نارې سورې جوړې کړې چې ګوندې دوې له  دواړو لوریو  نه سوله غواړي، او پر دواړو مخالفو  لوریو آوازونه کوي  چې ملت  سوله غواړي.

دا ډول خلک د افغانستان د روانې درنې او حساسې قضیې په هکله اګاهانه یا غیر اګاهانه ډیر سطحي قضاوت  کوي.

په ځینو ولایتونو کې بیا دغه ډول خلکو د سولي د پرلت په نوم ناستې، غذایی  اعتصابونه او له هلمند نه  تر کابله یې پلي لاریونونه وکړل او آن تر اشرف غني یې ځانونه ورسول،  او د اشرف غني سره په غیږه ایستلو کې یې په چیغو چیغو وژړل، اشرف غني ورته په  وینا کې  په  څرګنده وویل چې په هیواد کې د امریکا حضور زمونږ اړتیا ده!!!

ورپسې سملاسي د امریکایی ځواکونو  نوی قومندان هم  په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا حاضره  ده له طالبانو سره  د سولې په  خبرو کې ګډون وکړي، او که سوله بریالۍ شي نو ځواکونه به  یې په  افغانستان کې د تل لپاره پاتې شي!!!

همدا اوس پرلتیانو  تازه  اعلان وکړ چې که سوله ونشي نو په ځینو هیوادونو کې به د سفارتونو مخې ته به پرلت ووهي.

یوه بله تازه ډله هم په دې نوم راښکاره شوه چې ګوندې له پیښوره د مهاجرینو په استازیتوب د سولې د راوستو لپاره د مبارزې په  توګه راوتلي او پلي به  ځانونه کابل ته رسوي!!! خو خلک شک کوي چې دا خلک هم له  طورخم نه  روان شوي او د پیښور نه د روانیدو ادعا یی بې بنسټه ده. ځکه دا د امریکا پروژې دي.

خو که دغه مبارزین رښتیا هم خپلواک وي او په رښتیا هم د ولس له غیږې راټوکیدلي وي نو د هیواد فعلي قضیې ته دې لږ عمیق فکر وکړي، ځانونه دې پر دې وپوهوي چې امریکا دې هیواد ته زمونږ د آرامۍ لپاره نده راغلي بلکې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره  راغلي ده.

آیا د حامد کرزې تازه مرکه  مو نده  اوریدلې چې کله  ورڅخه ژورنالیست پوښتنه وکړه  چې تاسې ته څه باعث شو چې له امریکا  سره مو امنیتي تړون لاسلیک نکړ؟

هغه په ځواب کې وویل چې: زه چې کله امریکا ته ولاړم او له امریکایی مشرانو سره  مې ناسته درلوده، نو ما له هغوی نه داسې یوڅه واوریدل چې زه یې دې ته په سختۍ مجبور  کړم چې امنیتي تړون لاسلیک نکړم، او هغه دا  چې:

امریکایانو وویل چې افغانستان باید خپل د بهرنیو چارو سیاست (حد اقل د هندوستان په هکله) د پاکستان  په خوښه  عیارکړي.

کرزی وایی چې ما ترې وپوښتل چې آیا په ملکي سیمو کې چاودنې چې بیشمیره بې ګناه ملکي خلک په ځانګړې توګه میرمنې او کوچنیان پکې وژل کیږي، آیا دا تروریزم  دی  او کنه؟ هغوی په ځواب کې وویل چې نه!!

کرزی وایی چې ما بیا ترې وپوښتل چې ښه نو بیا تروریزم څه ته وایی؟ وایی چې  امریکایی مشرانو وویل چې تروریزم دې ته وایی چې امریکایی ګټې په خطر کې پریوځي!!!

کرزی وایی چې ما  ترې بله پوښتنه دا وکړه چې فرضا که د پاکستان له پولې نه ۳۰۰۰ وسله وال پر پکتیکا برید وکړي پکتیکا ونیسي یا یې د نیولو تکل وکړي دې وخت کې تاسې له مونږ سره  څه کوئ؟

وایی امریکایی مشرانو وویل چې دا د افغانستان او پاکستان داخلي موضوع ده مونږ پکې څه غرض نه لرو.

نو پرلتیان او هغه د ولس په نوم راپورته  شوي خلک چې پر طالبانو ملامتي اچوي چې ګوندې اشرف غني نور اوربند هم اعلان کړ، او  طالبان یې نه اعلانوي، باید پر حقایقو ځان وپوهوي چې د هیواد قضیه تر هغه څه ډیره لوړه چې دوی یې فکر کوي، د افغانستان قضیه دومره ساده نده او نه په دې ساده خبرو حل کیږي چې وایی د طالبانو او اشرف غني تر مینځ دې سوله ترسره شي او بس.

که فرضا سوله وشي نو آیا د دې تضمین وجود لري چې امریکایان به له هیواده ووځي؟ او په  هغه او دغه  بهانو به نور افغانان نه وژني؟ هیواد به نه  اشغالوي؟ او د خپلو وسلو لپاره به د افغانستان نه لابراتوار نه جوړوي؟ او د خپلو سرتیرو لپاره به له دغه هیواد نه ټریننګ سنټر نه جوړوي؟ او د نورو هیوادونو پر خلاف به زمونږ هیواد د مُرچل په  حیث نه استعمالوي؟

نه هیڅکله نه، حقیقت دادی چی امریکایانو زمونږ هیواد د خپلو مرموزو ګټو لپاره اشغال کړی، او له زور پرته زمونږ خاوره  نه پریږدي. نه په سوله نه په اوربند او نه په نورو بیهوده هڅو، یواځې په وسله  واله مبارزه کولای شو دا کرغیړنه وبا له خپل هیواده ورکه کړو، نو ټول ولس او ملت ته  په  کار دی چی د طالبانو د روانې وسله والې مبارزې کلک ملاتړ وکړي کنه نو د خپل هیواد نه دې لاسونه پریمنځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close