ترکيه: د امريکا د ګټو لپاره ایران سره اړیکې نه پرې کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۹) د ترکيي چارواکي وايي، د امريکا يا بل هېواد په غوښتنه به له ایران سره سوداګريزې اړيکې پرې نه کړي.

ويل کېږي، د روان کال په نومبر مياشت کې د لويديځو قوتونو او تهران تر منځ له اتومي هوکړې د امریکا تر وتلو وروسته امريکا يوځل بيا په تهران بندیزونه پيلوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر جاويش اوغلو يادو بنديزونو ته په اشارې ويلي: “ترکيه د هیچا په ګټه له ايران سره سوداګريزې اړيکې نه پرې کوي” چې (اشاره يې امريکا ته ده).

اوغلو زياتوي، چې هېواد يې د هر ډول ټيکاو په راوستلو کې د امريکا تر شاه ولاړ دی خو هره پريکړه يې نه مني.

نوموړی زیاتوي، د ایران او ترکيې اقتصادي اړيکې او ګټې سره تړلي دي، د دې لپاره چې د يوه بل هېواد غوښتنه ده هيڅکله به دغه اړيکې پرې نه کړو.

ترکيه چې په سيمه کې د ناټو ملاتړی هېواد دی، نږدې پنځوس سلنه نفت له ايران څخه واردوي.

اوسمهال د ترکيې او ایران تر منځ تر لس ميليارده ډالره پورې سوداګريز توکي تبادله کېږي، خو څو ورځې مخکې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل، هېواد يې غواړي له ایران سره سوداګريزه راکړه ورکړه تر دېرش ميليارده ډالره ته لوړه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close