ترکيه: د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې نهه تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

د ترکيې امنيتي مسوولين وايي، په ايدن ولايت کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له کبله نهه تنه مړه شوي دي.

د ترکيې د ايدن ولايت د سواحلو د امنيت ساتنې مسوولينو ويلي، د کښتۍ له ډوبېدو څو شيبې وروسته يې سيمې ته د ژغورنې ډلې واستولې خو يواځې د څلور تنو په ژغورلو بريالي شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په کښتۍ کې ديارلس کسانو شتون درلود چې نهه تنه يې مړه شوي دي.

تر اوسه په پېښه کې د مړو شويو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی خو ځايي چاراکي وايي د پېښې ټول قربانيان مېرمنې او کوچنيان دي.

چارواکي وايي، دغه کسانو هڅه کوله چې به ناقانونه توګه په سمندري لاره اروپا ته واوړي.

تر دې مخکې هم د سوريې، عراق، صوماليا او افغانستان لسګونه کسانو اروپا ته په قاچاقي لارو او سمندرونو کې د ډوبېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close