ترکيه: د کښتۍ ډوبيدو پېښه کې ۲۷ کسان لادرکه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

د ترکيې امنيتي مسوولينو ويلي، په دغه هېواد کې د کښتۍ د ډوبيدو پېښه کې اووه کسان چې په ناقانونه توګه دغه ترکيې ته ورغلي و لادرکه شوي دي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې، پېښه تيره شپه د ازمير ولايت د کارابورونو ولسوالۍ په سمندر کې رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د سواحلو د امنيت مسوولين وايي، د کښتۍ له ډوبيدو وروسته يواځې يوه ميرمن ژغورل شوې چې په لامبو وهلو يې ځان د سمندر غاړې ته ايستلی و.

د مسوولينو په وينا، دغه ميرمنې ورته ويلي چې په کښتۍ کې پنځه ديرش کډوالو شتون درلود.

چارواکي وايي، له تيرې شپې راهيسې د يادو کسانو د لټون او ژغورنې عمليات روان دي چې تر دې دمه يواځې اته تنه کډوالو جسدونه موندل شوي او پاتې اووه ويشت تنه لادرکه دي.

تر اوسه د لادرکه شويو او مړو شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو د افغانستان په ګډون، له عراق، پاکستان سوريې او نورو هېوادونو څخه کډوال په سمندرو او قاچاقي لارو تګ کوي چې ډير کله د هغوی د مړينې سبب ګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close