ترکيې څه کم نوولس زره حکومتي مامورين له دندو ګوښه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) د ترکيې حکومت يوځل بيا لسګونه زره حکومتي او ملکي مامورين او نظامي منسوبين له دندو ګوښه کړي دي.

د اسوشېټېد پريس د راپور له مخې، ټول اتلس زره شپږ سوه دوه دېرش حکومتي کارکوونکي له دندو ليرې شوي چې په دې کې نهه زره پوليس، شپږ زره نظامي کسان او سلګونه استادان دي.

په دې اړه د ترکيې د حکومت په فرمان کې ويل شوي، چې دغه کسان د ترکيې امنيت ته د ګواښ پېښېدو په شک کې ليرې کړای شوي دي.

دغه راز په فرمان کې، په دولس ټولنو، درې ورځپاڼو او يو تلويزيوني چينل هم بنديز لګول شوی دی.

ترکيې تر دې مخکې هم شاوخوا يونيم لک حکومتي کارمندان د فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور له دندو ګوښه کړي او زرګونه نور نظامي منسوبين او چارواکي نيول شوي دي.

د ترکيې حکومت تور پورې کوي چې د ۲۰۱۶م کال د جولاي مياشتې په کودتا کې د فتح الله ګولن لاس دی خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.

ترکيه کې د ۲۰۱۶م کال له ناکامې کودتا وروسته تر دې دمه بېړنی حالت دی.

ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه د دغه هېواد ولسمشر اردوغان لوړه وکړي او په رسمي ډول به په ترکيه کې رياستي نظام پيل شي، ښايي په نږدې وخت کې ترکيه کې بيړنی حالت هم ختم شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close