ترکیه: بم چاودنه ۱۷ پولیس ووژل شول

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴
راپور: فرید احمد
د ترکیې په ختیځ کې پرون سه شنبه لږترلږه ۱۷ پولیس د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. دا پيښه له ترکیې سره د ایران او ارمنستان پولوته په نږدې سیمه کې شوې ده.
اردوغان د پېښې په اړه وویل:
((موږ پي کې کې ته ډیر تاوان رسولی دی. وروستۍ پيښې د هغوي په منځ کې د ویرې د خپریدو څرګندونه کوي.
د ترکیې د پوځ په عملیاتو کې د هغوي زرګونو کسان وژل شوي او موږ په خپله خاوره کې د دې ډلې د تشکیلاتو پر ضد کار کوو.))
ترکیې په سرحدي علاقو کې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK ته زیات تاوانونه اړولي او د PKK د ختمېدو هوډ یې کړی دی.
د ترکیې رسمي خبري اژانس [اناتولیه] پرون وویل، د ترکیې امنیتي ځواکونو لسګونو الوتکو ټوله شپه د عراق په شمال کې د پي کې کې پر وسله والو حملې وکړې چې لږترلږه۳۵ تنه په کې وژل شوي دي.
د ترکیې حکومت پرون تائید کړه چې ځواکونه یې د پي کې کې د وسله والو پر پناه ځایونو د حملو لپاره، لنډ وخت د عراق خاورې ته ور اوښتي وو، خو اوس هلته په پلي عملیاتو نه دي بوخت.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close