ترکیه: د امریکا د بنديزونو په ځواب کې متقابل غبرګون ته چمتو یو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۰ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې امریکا ترکیې ته د روسيې اس ۴۰۰ دفاعي توغندویز سیستم په اخیستلو د بنديزونو ګواښ وکړ، دې هیواد هم ورته غبرګون ښودلی.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ په یو خبری کنفرانس کې وویل؛ که امریکا پر ترکیه بندیزونه ولګول، موږ به هم ورته مقابل غبرګون وښيو.
نوموړي وویل؛ انقره به په متفاوته توګه له ټولو هیوادونو سره بالمقابل چلند کوي.
اوغلو وویل؛ موږ قاطع خلک یو او خپل دښمن سره د هغه د غبرګون پر اساس چلند کوو.
د اوغلو په خبره؛ ترکیه یو مستقل هیواد دی، امریکا دې د نورو غلامانو له ليدلوري ورته نه ګوري .
نوموړي زیاته کړه؛ موږ د روسانو په څیر هرڅه په سړه سینه نه زغموو او هر عمل به غبرګون ولري

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې ترکیې له روسیې څخه د اس ۴۰۰ پرمختللي دفاعي توغندویز سیستم د اخیستلو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به انقرې ته سپارل کیږي.

د روسیې اس ۴۰۰ توغندی

د روسیې اس ۴۰۰ دفاعي توغندویز سیستم د امریکا له پاترویس سیستم څخه څوځله قوي ده او له همدې امله یې د امریکا غصه هم راپارولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close